د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ګوانټانامو زندانه ۱۵ بندیان عربي اماراتو ته واستول شول


امریکايي چارواکو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې له ګوانتانامو زندانه د څو افغانانو په ګډون ۱۵ قېدیان متحده عرب اماراتو ته استول شوي دي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې دا لومړی ځل دی چې په یووار دومره زیات شمېر قېدیان له ګوانتانامو نه بهرته استول کېږي.

ویل کېږي چې متحده عرب اماراتو ته په استول شویو قېدیانو کې ۱۲ تنه یمنيان او درې افغانان دي چې له دې سره په ګوانتانامو کې د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې د پاتې قېدیانو شمېر ۶۱ تنو ته راټیټ شو.

د ګوانتانامو زندان د بندولو لپاره د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړی استازی لي وولوسکي Lee Wolosky وايي، د ګوانتانامو زندان د فعالیت دوام د سرچینو د لګښت، د امریکا له مهمو متحدینو او شریکانو سره د اړیکو د زیانمنیدو او د سخت دریځو کسانو د هڅولو له کبله د امریکا ملي امنیت کمزوری کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG