د لاسرسي ځای

پاکستانی پلاوی سعودي کې د خپلو مزدرانو پوښتنې ته تللی دی


په بهر ملکونو کې د پاکستاني وګړیو د معاملو او انساني وسایلو د ودې لپاره د پاکستان وفاقي وزیر پرون ګل/دوشنبه په یوه پنځه ورځنۍ دوره سعودي عرب ته رسېدلی او هلته به پاکستانيو مزدورانو ته د ورپېښو مسلو هوارولو کوشش کوي.

د پاکستان سرکاري رېډیو وايي پیر صدرالدین شاه راشدي به د دې سفر پرمهال له اعلا سعودي چارواکو سره د پاکستانيو مزدروانو د مالي مشکلاتو د حل په اړه خبرې کوي.

د پاکستان خارجه چارو وزارت وايي، په سعودي عرب کې خوا اوشا۸۵۰۰ پاکستاني مزدوران په بېلا بېلو کمپنیو کې کار کوي خو تنخا ورته نه ميلاوېږي چې له وجې یې دوی د ورځني ژوند لګښتونو ته محتاجه دي.

د خارجه چارو وزارت وايي په دې لړ کې ورته سعودي چارواکو د مرستې کولو باور ورکړی او په ریاض کې په پاکستانۍ سفارتخانه کې په دې حواله د شکایتونو اخیستلو لپاره یو سیل هم جوړ شوی دي.

XS
SM
MD
LG