د لاسرسي ځای

لغمان: په دوه پیښو کې اته تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وايي، بېګا شپه د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ساندروا په سیمو کېد ملي اردو او وسله والو مخالفینو تر منځ نښتې شوي چې له امله یې دوه تنه د دولت مخالف وسله وال وژل شوي او درې تنه یې ټپیان شوي او د ملي اردو درې سرتیري هم په دغو نښتو کې وژل شوي.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: چې د سېشنبې پر سهار وختي د دولت شاه ولسوالۍ د نوړي او لمبړي په سیمو کې افغان ګډو ځواکونو د ولس په ملاتړ په وسله والو مخالفینو برید کړی چې له امله یې یو تن وسله وال وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د یادو پېښو په اړه د دولت مخالفو وسله والو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG