د لاسرسي ځای

ګلاب منګل: د افغانستان ګاونډیان مو کرار ته نه پرېږدي


د افغانستان سرحدونو او قومونو چارو وزیر ګلاب منګل

د افغانستان سرحدونو او قومونو چارو وزیر ګلاب منګل

د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه اقتصادي عوامل لري او ګاونډیان نه غواړي چې دا هېواد په سیاسي او اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

د افغانستان سرحدونو او قومونو چارو وزیر ګلاب منګل وايي، کله چې افغانان وغواړي خپلې اقتصادي سرچینې په لاس کې واخلي او د خپلو اقتصادي سرچینو څخه ګټه پورته کړي، نو دوی پدې هېواد کې جګړو ته زور ورکوي.

د سرحدونو وزیر چې تېره ورځ د یو حکومتي پلاوي په مشری میدان وردګو ته تللی وو، د قومي مشرانو یوې غونډې ته وویل، ټول افغانان باید د خپل ښه راتلونکې په خاطر خپل یووالي وساتي او د حکومت سره همکاري وکړي.

دا چې د افغانستان ګاونډیان ولې پدې هېواد کې اقتصادي پرمختګ نه غواړي، ګلاب منګل يې په اړه د غونډې ګډونوالو ته وویل:

((هغه جګړه چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو، د هغې عوامل هم په اقتصادي پورې مربوط دي، ګاونډیان غواړي چې د افغانستان لاس تل دوی ته اوږد وي، دوی غواړي چې بې کیفیته توکي يې په افغانستان کې خرڅ شي، خو په افغانستان کې مالونه تولید نشي، همسایه ګان غواړي چې د دوی اوړه او زراعتي تولیدات په افغانستان کې خرڅ شي، خو زموږ زراعت په خپلو پښو ونه دریږي، دوی غواړي چې برښنا يې افغانستان ته راشي خو موږ دې د بندونو څښتن نه وو.))

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر زیاتوي،که چیرې افغانان خپلې اقتصادي سرچینې په خپل لاس کې نیسي او مدیریت کوي يې، نو د بهرینو دښمنانانو د دښمنۍ سره مخامخ کیږي.

ده وویل که د کنړ پر سیند هم د افغان حکومت لخوا د سترو بندونو د جوړولو کار پیل شي، نو په ننګرهار او کنړ کې به جنګونه زیات شي.

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر په افغانستان کې د جګړو د ډېریدو لاملونه هم په ګوته کړل.

ګلاب وړاندې وویل:

((ولې پدې وروستیو کې جنګونو زور واخیست له هغه ورځې چې د سلما بند افتتاح شو د هېواد په جنوبي سیمو کې په هلمند او نیمروز کې جګړې زور واخیست، که زموږ دولت تصمیم ونیو چې د ترانزیټ د یوې لارې پر ځای نورې لارې پیدا کړو، د چا بهار له لارې د دنیا سره وصل شو، ولې دا په ځنو ګاونډیانو بده ولګیده او جنګونه ډېر شو؟؟.))

د افغانستان د سرحدونو او قومونو د چارو وزیر په داسې حال کې د دې هېواد د زیربنايي پروژو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو په دریځ او کړو وړو نیوکې کوي، چې پدې وروستیو کې په میدان وردکو کې هم د بند چک د رغولو چارې پیل شوي دي.

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني

د میدان وردکو والي ځونډي ګل زماني وویل، چې د یادې ملي پروژې د امنیت د خوندیتوب لپاره يې د قومونو او ولسونو سره خبرې اترې کړي او پدې برخه کې ورسره د خلکو همکاري ډېره شوې ده.

ځونډي ګل زماني زیاتوي:

((موږ هم پدې هڅه کې یو چې د قومونو ترمنځ یووالي او د نظر وحدت رامنځته کړو، زه فکر کوم مخکې چې کومې ستونزې د قومونو تر منځ موجودې وې د دولتي کارمندانو په هلو ځلو، دعلماوو په کوښښونو او د قومي متنفذینو په سلام مشورو سره تر ډېره حده پورې حل شوي دي.))

د میدان وردکو د ولایتي شورا غړو او نورو قومي د افغان حکومت له مشرانو وغښتل،چې په یاد ولایت کې د کانونو او نورو طبعیي زېرمو د غیر فني کیندونو او قاچاقو د مخنیوي لپاره لازمې هڅې وکړي.

دوی ټېنګار وکړ، چې د وردګو د مرمرو او ګچو د کانونو نه په غیر قانوني ډول ترلاسه کیدونکې پیسې د وسلوالو لاسونو ته ورځي او بیا په همدې پیسو وسلوال د افغان حکومت په مقابل کې جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG