د لاسرسي ځای

په خېبر پښتونخوا کې تر تعليمي اېمرجنسۍ لاندې صوبايي حکومت له ترهه ګرۍ او قدرتي آفتونو متاثره سيمو لپاره کنټينر سکولونه جوړول پیل کړي دي.

اسلام اباد - د لوړو زده کړو او اطلاعاتو مشير مشتاق غنی مشال راډيو ته وويل چې دا سکولونه به د تعليم محکمې او تعليم لپاره کار کونکیو غېر سرکاري ادارو په مرسته جوړېږي او حکومت په وړومبۍ مرحله کې د دوه سوه سکولونه جوړولو پلان لري.

د ده په وینا چې په لکي مروت کې يو اسکول تيار شوی هم دی.

مشتاق غنی زیاته کړه چې دا سکولونه په ډېر کم وخت کې تيارېږي او مقصد یې په اغېزمنو سیمو کې تعليمي هلې ځلې زر تر زره بحالول دي.

"په دې کې بنيادي خبره دا ده چې نور کوم سکولونه جوړېږي نو په هغه وخت ډېر لګېږي۔ او زموږ په فوري توګه سکولونه پکار دي ځکه مو دا سکولونه جوړ کړل چې زر تر زره تعليمي هلې ځلې شروع کړل شي۔ يو اسکول جوړ کړل شوی هم دی چې پکې د زده کونکیو او استادانو لپاره ټول سهولتونه موجود دي۔ د دې سکولونو جوړولو پس که چېرې د تعليم محکمه له دې منصوبې مطمينه شوه نو په صوبه کې به نور سکولونه هم جوړوو۔ ځکه چې دا سکولونه په آسانه جوړېږي او محفوظه دي۔ نو دا رنګ دا منصوبه موږ ته بهتره ښکاري."

د محکمه تعليم وينا چې په لکي مروت کې جوړ کړې شوې کېنټېنر سکول کې د شپږو کمرو کلاسونو نه علاوه استاذانو او نورې عملې لپاره دفترونه هم جوړ شوي.

په يو کنټينر سکول کې تر دوه سوه پورې ماشومانو ته زدکړه ورکول کېدای شي.

خو بل خوا تعليمي چارو کار پوه پروفيسر حافظ انعام وايي چې د صوبايي حکومت لخوا د تعليم لپاره داسې هلې ځلې، بهتره او موثره ګامونه پورته کول د ستاینې وړ دي. خو دا سکولونه دې د زده کړي لپاره پکار راوستل شې او د معياری تعليم ورکول هم يقني کړل شي چې د يو روښانه کهول تعمير پکې وشي.

"دا ډېره ښه خبر ده خو دا سکولونه به د ولس خوښېږي څنګه، نو دې لپاره به دغلته تعليمي معيار ښه کول ضروري وي، او پکار دا ده چې حکومت دا يو قدم واخلي چې سرکاري سکولونه به څنګه مخ پر وړاندې بوځي. چې د خلکو اولنۍ ترجيح سرکاري سکول وي او بيا پرايوېټ، نو دا يو چيلنج دی او زما په خيال له تېرو شلو کالو راهیسې حکومت له دې سره مخامخ دی. او دا هم ټيک ده چې سکولونو ته ټول سهولتونه ورکړل شوي دي او نور هم ورکول کېږي. خو اوس حکومت ته پکار ده چې په دې سکولونو کې به تعليمي معيار څنګه ښه کولوي. او چې کله د حکومت لخوا داسې ګامونه پورته شي نو د سرکاري سکولونو معيار به په خپله ښه شې او د خلکو رحجان به دې پلو زيات شي"

د خېبر پښتونخوا صوبایې حکومت په وینا چې په هزاره ډويژن کې به هم د وفاقي حکومت په مرسته د زلزلې متاثره شويو سکولونه زر تر زره جوړولې شي۔ د ده په وينا چې زده کونکيو حفاطت لپاره پدې اسکولونو کې به سی سی ټی وی کيمرې لګولي شي او د استا ذانو حاضری يقني کولو لپاره به بائيو ميټرک نظام هم لګوي.

XS
SM
MD
LG