د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني انتظام لاندې کشمیر کې بس کندې ته لوېدلی، ۱۸ تنه مړه


تر پاکستاني انتظام لاندې کشمیر په پلندري ضلع کې د سورلۍ يو بس کندې ته له لوېدو څخه اتلس کسان وژل شوي او تر څلوېښتو زیات ژوبل دي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي، له پلندري څخه هجيره سيمې ته تلونکي دغه بس کې جنجيان سپاره ول چې د ډرایور له کنټروله وتلی او یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.

په پاکستان کې تل ټرافیکي پېښې رامنځ ته کېږي چې سبب یې د ټرافیکي اصولو نه منل او کنډکپر سړکونه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG