د لاسرسي ځای

تازه خبر

وفاقي حکومت پښتونخوا ته پوره بجلي نه ورکوي: پروېز خټک


د خېبر پښتونخوا وزيراعلا پرویز خټک ويلي , وفاقي حکوت په صوبه کې د بجلۍ د لوډ شیډنګ (پارچاو) ذمه واره دی.

نوموړي د شبنې پر ورځ په سوات کې یوې غوډنې ته وویل. وفاقي حکومت پښتونخوا ته د هغې د برخې بجلي نه ورکوي.

خټک وویل، په صوبه کې د بجلۍ په نوم سیاست روان دی او د ولس ستونزې نه ختمېږي.

((هر ورځ له خېبر پښتونخوا څخه تر ۵۰۰ یا ۶۰۰ مېګاواته بجلي پنجاب ته ورکول کېږي. زه وايم که په پاکستان کې بجلي پوره هم شي نو دې صوبه ته به د بجلۍ کمی وي ځکه چې د بجلۍ تارونه سم نه دي ترانسفارمرونه جوړه نه دي نو د بجلي به ستونزه وي)).

په غونډه کې وزیر اعلا پرویز خټک د سړکونو، روغتونونو،د تعلیمي ادارو او د ځوانانو لپاره د لوبو میدان د جوړولو منصوبو اعلان هم وکړ.

بلخوا وفاقي حکومت په وار وار ویلي چې په هېواد کې په مجموعي توګه د بجلۍ کمی دی چې له وجې یې په نورو صوبو کې هم لوډ شېډنګ کېږي.

XS
SM
MD
LG