د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پيښې کمې شوې دي


د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله سږ کال په یاد ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې شوي دي.

دوی زیاتويولسوالیو او اطرافي سیمو ته د ښځو د ریاست د مسوولینو سفرونه، د رسنیو له لارې د ښځو د حقوقو په باب د ځانګړو خپرونو نشریدل او د ښځو د مسایلو په باب د یادې ادارې هڅې د دې لامل شوي چې د تاوتریخوالي په قضیو کې کموالی راشي.

د شنبې په ورځ د خوست د ښځو چارو رييسه ډاکټره ملالۍ ولي مشال راډيو ته وویل، چې تېر کال يې په همدومره موده کې د تاوتریخوالي ۳۵ قضیې درلودې، خو سږ کال تر اوسه ۲۳ قضیې دوی سره ثبت شوي، چې د حل لپاره يې لازمې هڅې شوي او په عدلي، قضايي او کشفي ادارو کې د ښځو له حقوقو پوره دفاع شوې ده.

ملالۍ ولي زیاتوي:

((د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې کموالی راغلی دی، ځکه چې تېر کال مو تر همدې وخته ۳۵ قضیې درلودې او سږ کال ۲۳ قضیې لرو، موږ چې ولسوالیو ته سفرونه کړي هلته په رښتیا چې د تعلیم کچه ټیټه ده او ذهنونه تیاره دي، هلته عامه پوهاوی نشته، دوی موږ ته اطمینان راکړی چې د ښځو د تاوتریخوالي په اړه به خلکو ته وعظ او نصیحت وکړو، په لویو ناستو کې به يې یادونه وکړو تر څو د تاوریخوالي کچه راټیټه شي.))

د خوست د ښځو چارو رييسه که له یوې خوا د تاوتریخوالي په قضیو کې د لږوالي خبره کوي خو زیاتوي، چې لاهم د یاد ولایت ښځې د تاوتریخوالي د بیلابیلو ډولونو قرباني دي.

ملالۍ ولي د تاوتریخوالي لاملونه په اطرافي سیمو او ولسوالیو کې د ښځو په لیکو کې د تعلیم د کچې ټیټوالۍ، فقر، ناپوهي او له خپلو حقونو حقوقو څخه د ښځو بې خبري په ګوته کوي.

د بي بي امنه په نوم د خوست یوه تنه اوسیدونکې هم وايي، چې د عامه پوهاوي د بیلابیلو پروګرامونو له لارې اوسمهال ښځې د ځان او کورنیو په حقوقو پوهیدلي او پدې هم خبرې شوي، چې د تاوتریخوالي سره د مخامخیدو په صورت کې کومې ادارې او مرجع ته شکایت وکړي.

د خوست د ښځو چارو رييسه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه بدمرغه او ناوړې ټولنیزه پدیده ښيي او د ټولنې له مخورو په ځانګړي ډول دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتنه کوي، چې پدې اړه په جمو، حجرو، جوماتونو، مرکو او جرګو کې په تفصیل سره خبرې وکړي او خلک دې وهڅوي چې دا پدیده له منځه یوسي.

اغلې ولي زیاتوي:

((د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کمولو کې په لومړي قدم کې له علماوو، قومي مشرانو او په ځانګړي ډول د حج او اوقافو له ریاست غوښتنه کوو، چې دوی د جوماتونو ملا امامانو او دیني عالمانو ته دنده وسپاري تر څو د تاوتریخوالي د شومې پدیدې د زیانونو په تړاو خلکو ته وعظ او نصیحت وکړي، له دغې لارې دا مشکل حل کیدلای شي او پدې برخه کې رسنۍ هم مهم رول لري.))

د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې که له یوې خوا فقر، ناپوهي، ځنې ناسم دودونه او له خپلو حقوقو د ښځو ناخبري د تاوتریخوالي له اساسي لاملونو څخه ګڼي بل لوري ته د خوست د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې دا مهال د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۱۲۳ بابه د نجونو ښوونځي فعالیت لري، چې تر سلو زرو ډېرې نجونې په کې زده کړې کوي، د خوست خواوشا پنځه سوه نجونې په پوهنتونونو کې هم پر زده کړو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG