په پېښور کې چارواکي وايي، د روغتونونو د کارکوونکو یوه داسې ډله يې نیولې ده چې د ماشومانو د تښتونو او بیا د هغوی د خرڅولو منصوبه يې جوړه کړې وه.
پولیس وايي، د روغتیا د څانګې دې کارکوونکو د پېښور ښار له روغتونونو نوي زېږېدلي ماشومان تښتول او بیا به يې خرڅول.
د دغې ډلې پینځه غړي پولیسو نیولي دي.
پولیس زیاتوي چې د ډلې غړیو منلي دي چې تر اوسه يې نهه ماشومان تښتولي دي.
په پاکستان کې په دې نږدې موده کې د ماشومانو د تښتونې پیښې زیاتې شوي دي.