د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانۍ هېليکوپټرې عمله خوشې شوه


طالبانو هغه شپږ پاکستانیان خوشې کړي دي چې هېليکوپټر یې تېره اوونۍ د افغانستان د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې وه.

د پاکستان استخباراتي چارواکو بېګا د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په هېليکوپټر کې برمته شوي پاکستانیان او یو روسی لارښود یې د جمعې په شپه ۱۱ بجې د په قبایلي سیمه کورمه اېجنسۍ کې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې خوشي شوي کسان دوی ته افغان طالبانو سپارلي دي خو لومړی پاکستانیو طالبانو ویلي وو چې برمته شوي کسان د دوی په ولکه کې دي.

تر اوسه افغان چارواکو او وسله والو طالبانو د دې برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې .

په دې اړه د سېلاب مسود رپورټ دلته واورئ.

د پاکستانۍ هېليکوپټرې عمله خوشې شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG