د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې ستوري خاورو وخوړل


د کوټې پېښه کې وژل شوي وکیلان
د کوټې پېښه کې وژل شوي وکیلان

پر ملتونو بدې پېښې تل راځي او وګړي يې ښکار کېږي خو د پښتونخوا وطن وګړي څه بل شان ځپي۔ هغه د پښتو متل دی چې د شنو غنمو غوندې رېبل کېږي۔

د کوټې په ناورین کې شهیدان شوي ډېری وکیلان مې ملګري، دوستان او اشنايان وو يا مې استادان وو او يا مې ورسره د زړه خواله پر يو یا بل ځای شوې او يا مو بيا د دوی په اړه هغه وخت د دوی د ملتپالني او انسان دوستۍ او قام دوستۍ کیسې د نورو له خولو اورېدلې چې مېړانه او همت یې ستايي۔

له باز محمد خان کاکړ سره مې چې د بلوچستان وکیلانو اتحادیې پخوانی صدر وو په اول ځل د اسلام آباد پر ايېرپورټ وليدل يو وکېل ملګری يې ترشا پاته وو او دی ولاړ وو روغبړ مو ورسره وکړ، په ډېر ورين تندي يې غاړه راکړه او راته ويل يې چې چېرې به ځې؟ ما ورته ويل چې د ژورناليزم ټرېنینګ مو دی هغه ته روان يم۔ ويل خوشاله يم بس ځوانان مو پکار دي د ژوند په هره لار کې۔ که ژورناليزم دی او که د ژوند نورې لارې چارې دي زموږ خلګ بېخي پاته دي او که زه او ته همت ونه کړو نو د دوی آواز به تر جهانه څوک رشوی؟

مينه مې ځکه ورباندي راغله چې له نژدې ورته معلوم نه وم چې څوک يم، خو دومره خبرې چې یو څوک و یو نابلده ته کوي نو هغه یېد زړه له کومې راوځي هسې لباسي نه وي۔

بل ځواني مرګ وکېل او د لا کالج پخوانی استاد او پرنسپل یې عدنان کاسی صاحب دی، کوم وخت چې د کوټي پوهنتون د زدکونکیو د يو سياسي سازمان سيکرېټري وم نو به مو د داخلو په باب ورسره د اړيکو لپاره له ملګرو سره د ده چېمبر چې د هني ان راک هوټل پر سر وو ورتلم به۔ لویه دنګه ونه یې وه، اورېدلي مې ول چې د کاسيانو په يو ښه باسواده کورنۍ کې لوی شوی دی او لوړې زدکړي یې کړې وې بېريسټري د لندن له کالجه کړي دي او خورا په علم او پوهه مين ځوان دی چې هغه وخت د خپلې ډګري او لایقت پر بنسټ د لا کالج پرنسپل ټاکل شوی وو۔

ويل به یې چې پښتنو او بلوڅانو ته نه پوهېږم ولې د قابلو او باصلاحيتو طالبعلمانو پرځای دوی غواړي چې هسې عامه کسان د حقوقو په دغه پوهنځي يعني لا کالج کې داخل شي؟ موږ ورسره وعده وکړه چې عدنان صاحب بېخي مو خوښه ده، او مورام مو هم دغه دی چې لایق هلکان دې بايد داخل کړل شي چې راتلونکې یېپه هم دغه لار وي او پروفېشنل کسان ځينې جوړ شي۔ که څه هم يوې خوا او بلې خوا فشار پر واچاوه چې بايد د داخلې فارموله د ميرټ پرځای د کوټې (ټاکلې ونډې) پر بنسټ وي خو عدنان صاحب چې علم دوست تن وو او ښه پوه وو نو هېڅکله له خپله هوډه پرشا نه شو۔

بيا مې واورېدل چې له سرکاري کاره یې ځان فارغه کړ او وکالت یېشروع کړ، شتمن وو، او موږ ته هم داسې معلوميده چې د ده د وکالت و پيسو ته ضرورت نه وو بلکې دغه دنده یې يواځي د خپل شوق او خپل ولس د ستړي ژوند هوسا کولو لپاره ترسره کوله۔

يوه ورځ بل چې ورسره د يو کېس په اړه ورغلي وو چې موږ پيسې نه لرو او کار کامي کار دي او ته هم خبر یېپه اخبارونو کې دغه کیسه درته معلومه ده۔ ويل یېچې وو بيخي بېله څه پيسو دغه قامي کار چې په بولان مېډيکل کالج او نورو کالجونو کې د هغه وخت سرکاري مشرانو له خوا بيځایېيو څو تنو ته داخلې ورکړل شوې وې او د خوارو غريبو زدکونکو پر حق یې شوکه کړې وه۔ هم دغه کېس کې تر ټولو فعال يو بل مشر وکیل چې هم د کوټي په حمله کې د ډېرې بدبختۍ په وخت موږ وبايله قاهر شاه نورزی صاحب وو۔ هغه خو به زموږ د لوستونکیو او نوکریو دغه کېسونه بېخي بې له پیسو پر غاړه اخيستو۔

ان دا چې د قاهر شاه صاحب خورا د ډېر فيس حق ځکه جوړېدلو چې بېخي د لويې پايې او د سپريم کورټ په وکیلانو کې د ټولې صوبې یوازنی وکیل وو۔ که څه هم ما يواځې بيا د دغه کوټې (ټاکلې ونډې) او د پښتنو او بلوڅو د سيټونو د برابري په کېسونو کې ورسره کاته وشول او د ده مېړانه مې وختي هم پر زړه وه او اوس خو یې راته زړه سخت مات کړ۔ ځکه که څه هم نه یې د يو ګوند او نه سازمان بيرغ اخيستی وو خو پر خپلو خلګو مين او د هغوی په سختو خوږېدلو او د پردې تر شا يې د خپلې ملتپالني هغه کار کاوه چې بېخي کم خلګ یې کولای شي۔

بل يو ځوان وکیل اېمل خان اڅکزی وو چې د يو استاد او استادې زوی وو، په مينه یې لوی کړی وو او مشرانو خویندو او مور پلار ته ډېر ګران وو. اېمل، مو د کالج جونيېر وو، بېخي د يوې پښتو ځوان وو که څه هم پلار یې د ملتپالني سياست کړي وو خو اېمل بيا عملي سياست ځکه نه کاوه، ويل به یې چې "پلار مې سياست ته ډېر وخت ورکړ زه یې سبق ته ورکوم"۔

بېخي یې کورنۍ پر نازېدله، پلار چې به یې وليدم ويل به یې پر اېمل پوښتنه کوې؟ ما ورته ويل چې خورا تکړه شوی دی، د اسلام آباد د انټر نيشنل اسلامک پوهنتون یې ورته شخصيت بېخي ساز کړی دی۔ ځکه هلته یې له ملتپالو سره ناسته کوله۔

خو د اېمل په شخصيت کې چې اوس د نویو وکیلانو په لیکه کې وو يو ځانګړنه دا وه چې کوټي ته به ولاړم راته به یې ويل چې کله سره کښېنو۔ نو به مې وخت ورته وښودلو، راغلي به، او له ما سره به بېلا بېل خلګ ناست ول۔ او بحث به یېشروع کړ۔ اېمل د قانون تر ډګرۍ زيات کتابونه د شعر او شاعري پښتونخوا او افغانستان د پخواني او اوسني تاريخ، ثور انقلاب، بيا په پاکستان کې د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي او فخر افغان باچاخان تاريخونه بېخي په ځير ويل۔ او بيا به یې بحثول۔ نو زما په ملګرو کې خو به پر ډېرو ملګرو د ايمل جان خبرې ترخې ځکه لګېدلې چې اېمل د خپل قام پر ملي سياست او ملي مشرتابه پوښتني درلودلې، او دغه پوښتني به ګای ګای ناوخته دومره ژورې شوې چې بېخي به مو آواز په زوره شو، نو بيا به اېمل ته مه اشاره وکړه چې ګله نور خلګ خبرېږي۔ خو چې د مجلس پای به شو ويل به یې چې زما خو له مالک سره بېخي مجلس خلاص دی که تاسو ته او يا مالک ته زړه ازاری شوی وي بخښنه غواړم "خو پر ملي مشرانو، ګوندونو او کارکنانو ځکه سوال کوم چې زه څوک لرم؟ د پښتانه او خپل ملت سوال دی له بل چا څه خو یې نه شم کولائ؟"۔۔۔ او هم دا راز به یې ګړۍ ته کتل چې اوس ځم او لږ سبق وايم سبا به بيا وختي عدالت ته ځم۔ د خدای په امان۔

که څه هم دغه څو تنه پښتانه او بلوڅ وکیلان زموږ د ټولني هغه د سر خلګ ول چې موږ په تېرو ۷۰ کلونو کې په پاکستان کې د پښتون بلوڅ شريکې صوبې د قانون پوهنې په ميدان کې پيدا کړي ول، د ترهګرو په يوه بمي بريد کې هغه مهال خپل ژوندونونه له لاسه ورکړل چې د خپل يو بل وژل شوي مشر وکیل مړي لیدو لپاره د کوټې سيویل هسپتال ته ورغلي ول او احتجاج یې کاوه۔ که څه هم دښمن زموږ څخه په بېخي بيدردۍ جلا کړل خو د دوی ياد به مو تر ډېره وي۔ لکه شاعر چې وايي، "نه یېياد مري نه مينه نه خبره"۔۔۔

لیکوال: خبریال مالک اڅکزی

XS
SM
MD
LG