د لاسرسي ځای

تازه خبر

'لږکي دې د پاکستان مشرتابه اهل وګرځول شي'


په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پرمهال د پاکستان مسلم لیګ د اقلیتونو غړي خلیل جارج وويل، چې په اقلیتونو د ریاست ولسمشر یا وزیر اعظم جوړېدو د بندېز له کبله په پاکستان کې اوسېدونکیو اقلیتونو ته غلط پیغام ځي

د لږ کیو پارلیماني غړیو غوښتنه کړې چې په آیین کې دې بدلون وکړل شي چې دا رنګ دوی د پاکستان ولسمشر او وزیر اعظم څوکۍ لپاره اهل وګرځي ځکه چې دوی هم دومره وطنپاله دي څومره چې نور پاکستانیان دي او په آیین کې پر دوی بندیز لګول د دوی د بنیادي بشري حقونو پرضد دي.

دوی دا غوښتنه د قامي اسمبلۍ غونډې دوران کړې ده.

په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې پرمهال د پاکستان مسلم لیګ د اقلیتونو غړي خلیل جارج وويل، چې په اقلیتونو د ریاست ولسمشر یا وزیر اعظم جوړېدو د بندېز له کبله په پاکستان کې اوسېدونکیو اقلیتونو ته غلط پیغام ځي نو باید چې د پاکستان آئين باید بې پرې جوړ کړل شي او اقلیتونو دې هم د وزیر اعظم او صدر جوړېدو اهل وګرځول شي.

پر دې مهال د پاکستان پیپلز پارټۍ د لږکیو پر چوکۍ باندې د قامي اسمبلۍ غړي رمېش کمار وویل، چې اقلیتونو ته د دې اهل نه ګرځولو له وجې په دوی کې احساس محرومي پیدا کېږي نو بايد چې حکومت د دې حق لپاره اقدامات وکړي او په آئین کې بدلون وکړي.

له مشال راډیو سره خبرو کې د قامي اسمبلۍ غړي بهوان داس په دې اړه وویل:

( موږ له حکومته په قامي اسمبلۍ کې غوښتنه کړې چې موږ دې د صدر او وزیر اعظم د چوکۍ لپاره هم اهل وګرځول شي او خلیل جارج چې کومه غوښتنه کړې د هغې موږ تایید کوو چې موږ ته دې دا حق راکړل شي چې د وزیر اعظم او صدر جوړېدو په عمل کې هم برخه واخلو. موږ که څه هم په شمېر کې له نورو پاکستانیانو کم یو خو په وطنپالۍ کې له ټولو زیات یو او بله دا مسله ده چې څومره هم چارې دي پر هغه قانون سازي کېږي خو زموږ پر یوه مسله هم قانون سازي نه کېږي.)

د قانوني چارو تجزیه کار نور عالم مشال راډيو ته وویل، ډېره ګرانه ده چې د اقلیتونو دا غوښتنه ومنل شي ځکه چې دا ملک پاکستان د اسلام په نوم جوړ شوی او د دې اساسي آئین هم دا وايې چې څوک هم د پاکستان پر اهمو څوکیو کښېني نو د هغه لپاره به دا شرط وي چې هغه به مسلمان وي او بله دا چې د پاکستان آئین کې اقلیتونو ته پوره پوره حقونه ورکړل شوي دي، کېدائ شي چې په آئین کې بدلون ورله وشي خو ممکن ده چې ډېر خلک پرې ګوتې پورته کړي.)

د اسمبلۍ غونډې دوران د جمعیت علما اسلام ف ډلې د قامي اسمبلۍ غړې عائشه ناصر وویل که چېرې اقلیتونو ته د وزیر اعظم او صدر جوړېدو حق ورکړل شو نو څوک به هم په دې ګوتې پورته نه کړي ځکه چې دوی هم د دې وطن اوسېدونکي دي.

XS
SM
MD
LG