د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چارسده کې د بابړې شهیدانو ورځ لمانځل کېږي


په چارسده کې د بابړې شهیدانو ورځ لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

بېګا ناوخته هم په چارسده کې د ۱۹۴۸ز کال د اګست ۱۲مې د وژل شویو په یاد غونډه وشوه چې ورته د عوامي نېشنل ګوند مشرانو تر څنګ، ادیبان، شاعران او د سیمې ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. غونډې ته په وینا کې د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر میا افتخار حسین وویل، د بابړې ورځ د دویمې کربلا په نوم یادېږي خو په کربلا کې دواړه خواو جنګ کاوه او په بابړه کې د هغه وخت حکومت پر سوله ییز احتجاجي لاریون ډزې کړې وې. د ۱۹۴۸ز کال په هغه پېښه کې سلګونه کسان وژل شوي ول. تېره ورځ په کراچۍ کې هم فعالانو او ملتپالانو د بابړې تر څنګ د کوټې وروستي برید پر ضد لاریون کړی وو. د شیبراحمد جان ویډيو

XS
SM
MD
LG