د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني دې د سختدریځو جګړه مارو غبرګ شهریت ختم کړي


د جرمني کورنیو چارو وزیر وړاندیز کړی چې له هېواده بهر د سختدریځو ډلو په لیکو کې د جنګېدونکیو غبرګو شهریت لرونکو کسانو جرمن تابعیت دې ختم کړل شي.

تامس دي مایزر غواړي چې هغه بهرنیان دې له هېواده وشړل شي چې خطر پېښوي. نوموړي تېره ورځ پر داسې وخت دا وړاندیزونه کړي دي چې برلېن د تېرې میاشت بریدونو په اړه د خلکو اندېښنې کمول غواړي. د هغو حملو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه. دي مایزر دا هم وویل چارواکي د دې خبرې جاج اخلي چې ایا وفاقي پولیس یا کورنۍ استخباراتي اداره نورو کارکوونکو ته اړتیا لري او که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG