د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: بیا وایم، د اسلامي دولت ډلې بنسټښود اوباما دی


د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ته د رېپبلېکن ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا دعوه کړې ده چې ولسمشر باراک اوباما د اسلامي دولت ترهګرې ډلې بنسټښودی دی.

هلته تېره ورځ (چارشنبه) د رېپبلېکن ګوند لسګونه غړیو او پلویانو د خپل ګوند مشرانو ته پر یوه لیک لاسلیکونه کړي دي او پر هغوی یې غږ کړی چې د ټرمپ مرستې پر ځای دې د ګوند وسایل د کانګرس څوکیو پر هغو نوماندانو ولګوي چې له خطر سره مخامخ دي.

ټرمپ د پنجشنبې ورځ جلسې ته په وینا کې وویل، پر خپلو کړیو خبرو ولاړ دی. د چارشنبې/ شورو پر ورځ نوموړي ویلي ول چې د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ نومانده هیلري کلېنټن او اوباما د اسلامي دولت ډلې د رامنځ ته کولو تر ټولو مهم کسان دي.

ده ویلي ول د اسلامي دولت ډلې وسله وال د ((ولسمشر اوباما درناوی)) کوي او دا چې هغه د دې ډلې بنسټښود دی.

د هیلري کلېنټن یوه ویاند پر نوموړي د امریکا ((سپکاوي)) کولو تور پورې کړ او ویې ویل چې د ټرمپ خبرې د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د ((څرګندونو انګازې)) دي.

XS
SM
MD
LG