د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړیوالې مذهبي ازادۍ کلنی راپور


د نړیوالې مذهبي ازادۍ امریکايي کمېشن وايي په پاکستان کې تر څلوېښتو زیات کسان د مذهب سپکاوي په تور د مرګ له سزا سره مخامخ دي چې زیاتره یې مذهبي اقلیتونه دي.

د ۲۰۱۵م کال لپاره د مذهبي ازادۍ رپورټ وايي، په افغانستان کې د پارېدلو خلکو لخوا د فرخندې وژنه او بیا له دغه جرم سره په تړاو د پولیس افسرانو په ګډون د یو شمېر کسانو محاکمه کېدل په دغه هېواد کې د انصاف نظام کې یو مهم پرمختګ دی او یو اهم پیغام ورکوي.

رپورټ وايي، په ډېرو اسلامي ټولنو کې د مذهب له سپکاوي سره د خلکو احساسات تړلي وي چې اکثره په خونړي شکل کې مخې ته راځي، او نه یواځې دا بلکې په قانون کې هم د دې لپاره سزا ټاکل شوی ده.

رپورټ وايي دغه قوانین بشري حقونه ځپي او ورسره په ټکر کې دي. په هغو هېوادونو کې چېرته چې قانون او ټولنیز اقدار د مذهب سپکاوي لپاره د مرګ سزا حوصله افزايي کوي، د فرخندې وژنې په شان پېښې پکې مخې ته راځي.

په دې کې بیا تر ټولو زیات ښځې، اقلیتونه او غریبانان متاثره کېږي. رپورټ وايي په داسې ټولنو کې زیاتره د شخصي مفاد او یا د بدل اخیستو لپاره د مذهب سپکاوي ناسم تورونه هم لګېږي.

په رپورټ کې د پاکستان ذکر شوی چې هلته هم د مذهب سپکاوي لپاره سخت قوانین موجود دي چې اکثره د جرم د جواز لپاره استعمالیږي. په پاکستان کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز په خبره د ۱۹۹۰م راهیسې په دغه هېواد کې تر ۶۲ زیات کسان په داسې پېښو کې وژل شوي چې پارېدلي خلک پرې راټول وي او تشدد پرې کوي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي په ۲۰۱۳م کال کې د ۳۵۹ کسانو خلاف د مذهب سپکاوي ۳۹ کېسونه رجسټر شوي وو. د نړیوالې مذهبي ازادۍ امریکايي کمېشن وايي په پاکستان کې تر څلوېښتو زیات کسان د مذهب سپکاوي په تور د مرګ له سزا سره مخامخ دي چې زیاتره یې مذهبي اقلیتونه دي.

رپورټ د سعودي عرب په حواله لیکي چې د مېډیا او ځايي سرچینو په خبره د دغه هېواد یو عدالت یو فلسطیني شاعر اشرف فیاض ته د مذهب بې حرمتۍ په تور په نومبر میاشت کې د مرګ سزا په ورکولو سره د هغه څلورو کالو قید او اته سوه دورو یا کوړو مخکینۍ سزا بدله کړه. بیا یو بل تن رییف بداوي ته په جنورۍ میاشت کې د سعودي انتظامیې د مذهب سپکاوي، او پر انټرنېټ د اسلام د بې حرمتۍ کولو په تور د خلکو مخامخ پنځوس دورې یا کوړې ورکړې.

رپورټ لیکي غېر ریاستي عناصر لکه داعش او بوکوحرام هم په نړۍ کې د مذهبي ازادۍځپوونکي دي. داعش تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د یزیدیانو، عیسایانو، شییعه ګانو او نورو اقلیتونو خلاف ظالمانه سټراټیژي خپله کړې ده چې وژني یې، ظلم پری کوي، او جنسي تېری ورباندې کوي. د مثال په توګه په عراق کې یې د شییعه ګانو خلاف بمي او ځانمرګي بریدونوته دوام ورکړی دی.

رپورټ وايي په ایران کې حکومت د مذهب دښمنۍ په تور شلو کسانو ته پانسۍ ورکړې دي. په دې کې یو شمېر سني کردان شامل ول. دغه شان یو شمېر سني ملایان په جېلونو کې د مرګ سزا عملي کېدو په انتظار دي. د ایران د قیدیانوبشري حقونو اسنادو معلومات ساتونکې مرکز وايي لږ تر لږه ۳۸۰ مذهبي طبیبان په جېلونو کې بند دي. پر دوی تور دی چې د مذهبي اقلیتونو له ډلو سره تړاو لري. په هغو کې ۲۵۰ سنيان، ۸۲ بهايان، ۲۶ مسلمانان شوي عیسایان او د ۱۶ غېر سني صوفیانو په ګډون نور کسان شامل دي.

XS
SM
MD
LG