د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د جج پر کاروان چاودنه، ۱۴ تنه ژوبل


د بلوچستان مرکز کوټه کې پر زرغون سړک د زيارت/پنجشنبې سهار شاوخوا لس بجې د یوه جج پر کاروان د سړکغاړې چادونې د څلور پولیسوالو په ګډون ۱۴ تنه ژوبل کړي دي.

د صوبې داخله چارو وزير سرفراز بګټي خبريالانو ته ويلي چې برید د وفاقي شریعت کورټ د یوه جج ظهور شاهواني به بدرګه کوونکي کاروان کې شامل د ترهګرۍ ضد ځواک پر یو ګاډۍ شوی خو د نوموړي په خبره جج او د ترهګرۍ ضد ځواک عسکرو ته زيان نه دی اړولی.

دا په داسي حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم پر قانونپوهانو ځانمرګي بريد کې ۷۳ کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان و.
په بلوچستان کې د مشکوکووسله والو ډلوپرضد ږمنځوونکي (کومبینګ) عملیات پیل شويدي چې اعلان یې د پاکستان پوځ مشر درې ورځې مخکې په کوټه کې کړی وو چې ویلي یې ول د کوټي په ګډون د هېواد په هره هغه برخه کې به کېږي چې ولس دښمنو یا مشکوکو وسله والو ډلو پکې ځالې جوړې کړي دي.

بل خوا د بلوچستان حکومت په کوټه کې په یوه ځانمرګې بم برید کې د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره د یو یو کروړ روپيو مرسته اعلان کړې او په هغه ناورین کې د وژل شویو خبریالانو و مېرمنو ته یې د سرکاري نوکريو ورکولو پرېکړه هم کړې ده.

په کوټه ښار او څنډو کې د مشکوکو وسله والو ډلو پرضد د کومبینګ عملیاتو پیلولو خبره د پاکستان پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) له لوري بېګا شپه په خپره شوې یوه بیانیه کې کړې ده. د بیانیې له مخې په دغه عملیاتو کې به۵۰۰ سرحدي عسکر، ۱۵۰ پولیس او د تره ګرۍ ضد ځواک ۱۰۰ سرتېري برخه اخلي.

په کوټه کې د کومبینګ عملیاتو په اړه لاهم مالومات نشته چې تر اوسه به یې د مشکوکو وسله والو ډلو څومره کسان نیولي وي، خو د شورو/چارشنبې ورځ د پولیسو له خولې ویل شوي دی د کوټې ښار له بېلا بېلو برخو یې ۲۰ مشکوکه کسان نیولي دي او له هغوی څخه یې په سیویل هسپتال کې د ځانمرګي بم برید په اړه پلټنې پیل کړې دي.

بېګا شپه په کوټه کې د بلوچستان اعلا وزير نوابثناءالله زهري په مشرتابه کې یوه غونډه وشوه چې پکې ګڼو حکومتي، انتظامي او پوځي چارواکو ګډون کړی وو. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کوټې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو و کورنيو ته به حکومت یو یو کړور روپۍ مرسته ورکوي.

دا خبره د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي له خبریالانو سره بېګا شپه په یو غیر رسمي خبرو کې وکړه.د نوموړيپه ویناچي په پېښه کې د وژل شویو دو خبریالانو مېرمنې حکومت سمدلاسه پر سرکاري نوکریو ګمارلي دي.

د کوټې په ناورین کې د ډان نیوز کېمره مېن محمود خان او د آج ټي وي کیمره مین شهزاد احمد هم وژل شوی وو.

سرفراز بګټي زیاته کړهچي د دوشنبې ورځي په پېښه کې تر اوسه۷۳ کسان وژل شوي دي، چې زیاتره وکیلان دي. د نوموړي په وینا چې په پېښه کې د وژل سوو ۵۰ ټپیانو علاج دا وخت د کراچۍ په بېلابېلو شخصي روغتونونوکې روان دی.

په کوټه کې د وکیلانو له لوري د عدالتو بایکاټ لا هم روان دی او نن هم د کوټي لویه کچارۍ د ولس پرمختړلې وه، چې له امله یې هغه کسان ترسخت اغېز لاندې راغلي دي چې په عدالتونو کې یې مقدمې روانې دي.

دغه ډول ښونځي او سرکاري دفترونه د یوې ورځې تر بندېدو ورسته خلاص شوی دي خو د زده کوونکیو حاضری لا هم ډېره لږه وه.

د کوټې په ځانمرګي برید کې د وکیلانو وژنې ضد په ژوب، لورالايي، دالبندین، پنچګور، اوسبي کې د وکیلانو او خبریالانو د ډلو له لوري د احتجاجي مظاهرواطلاعات راغلي دي. احتجاجیانو له حکومته غوښتنه کړې چې په پېښه کې د ککړو ډلو پرضد دې دې سخت ګامونه پورته کړل شي او هېواد دې له ولس دښمنو ډلو پاک کړل شي.

XS
SM
MD
LG