د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې بمي بريد شپږ کسان ټپیان کړي دي


د دوشنبې په ورځ هم پر قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی و چې پکې ۷۲ کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان و.(فايل فوټو)
د دوشنبې په ورځ هم پر قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی و چې پکې ۷۲ کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان و.(فايل فوټو)

د بلوچستان په کوټې ښار کې د ترهګرۍ ضد ځواک پر ګاډۍ بريد شوی چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د صوبې د داخله چارو وزير سرفراز بګټي خبريالانو ته ويلي چې د زيارت په سهار د هايي کورټ د يو جج ګاډۍ شاته د ترهګرۍ ضد ځواک روان ګاډۍ باندې د سړک غاړې ښخ بم و چاودېدی.

نوموړي زياته کړې چې په حمله کې جج او د ترهګرۍ ضد ځواک عسکرو ته هيڅ زيان نه دی رسېدلی خو په چاودنه کې شپږ لارويان زخميان شوي دي چې نږدې روغتون ته رسول شوي دي.

سرفراز بګټي ويلي چې د ټپيانو وضعيت مرګنی نه دی.

دا په داسي حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم پر قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد کې ۷۲ کسان وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان و.

XS
SM
MD
LG