د لاسرسي ځای

پنځوس میلیونه پښتانه پنځوسډلې دي ــــــــ ژبه یوه، تاریخ یو، مزل یو، ارمان یو ــــــ خو قام یو نه دی ـــــــــــمرام یو نه دی ــــــــ په ماتو لښکرو نه وطن ګټل کېږي او نه قام ـ

له پیر روښانه تر باچاخانه په دې قام کې رهبران ډېر، لارښودان ډېر ـــــ قربانیان ډېر ـــــــ شهیدان ډېر ــــــــــ بیا هم نه فکر یو شو او نه اواز!

کوټه څه؟ کندهار څه؟ پېښور څه؟ نوښار څه؟ ټوله یوه خاوره، یو وطن، یوه ځمکه ــــــــ خو نه کوټه پیښور ته غاړه ووته او نه کندهار نوښار ته ــــــ اوښکې مو یو، غم مو یو خو ساندې مو بېلې بېلې دي.

دلته کله څوک د مذهب په نوم راشي ـــــــ کله د انصاف او بدلون په نوم راشي ـــــ خو چې وخت راشي نه مو څوک مسلماني مني او نه د انصاف غوښتنې.

په دې خاوره هر چا ته ملګري ترلاسه شي ــــــــ د هر سیاسي ګوند کابینې جوړې شي ــــــــ هر یو سیاسي مشر چې په بله کومه صوبه کې ملګري پیدا نه کړي نو په پېښور او کوټه کې يې موندلی شي. که نشته نو خپله سیاسي کړنلاره نشته، د خپلو راروانو نسلونو غم نشته.

تاریخ خو دا وايي چې حق په سیاست ګټل کېږي ـــ په قامي مبارزه ګټل کېږي ــــــ په سیاسي شعور او پوهه ګټل کېږي خو آیا دلته د قام او خاورې سیاست ګناه نه ده؟ که نه ده نو ټول هغه خلک ولې په نښه کېږي چې د خپلې خاورې اوقام لپاره اواز اوچتوي؟

په کوټه کې په علم پوهه او سیاسي شعور برید شوی دی ـــــ د ریاستونو د ستراتیجیکي ګټو لپاره، د قامي غورځنګونو د کمزوري کولو لپاره په هغه ځوانانو برید شوی دی چې خپل حق يې هم پېژنده او هغه قوتونه يي هم پېژندل چا چې له حقونو بې برخې کړي وو.

په پښین، ږوب، مسلم باغ، قلعه سیف الله، نوشکي او کوټه کې به د دغه شهیدانو په قبرونو د وینو څراغونه بلېږي ــــــــ او هلته به د مارګلې په لمن کې د وطن د ازادۍ جشن پیل شي ــــــ د قامونو په دې جېلخانه کې زما بس دومره ځای دی ـــــ بس دومره قیمت مې دی!

اندیش شمس القمر وايي:

ته به د زړه په جهان لوبې کوې

او هنګامه او انقلاب به نه وي؟

XS
SM
MD
LG