د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: پر نورو د تورونو لګولو پرځای خپلځان اصلاح کړئ


د پاکستان قومي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وویل، پکار ده چې وزیراعظم نواز شریف په کوټه کې د خونړي ځانمرګي برید پس په دغه هېواد کې جنګي حالت اعلان کړي.

نن د سېشنبې ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د کوټې پېښه وغندل شوه او په یوه خوله منظور کړل شوي پرېکړه لیک کې په پېښه کې د ککړو کسانو زغرده نیولو او سزا کولو غوښتنه وکړه.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې محمود خان اڅکزي وویل، چې په کوټه کې د فرنټیېر کور اهلکار ځای پر ځای په هره کوڅه کې موجود وي، او هېڅ تن بې له تلاشۍ مخ ته تګ نشي کولی، نو بیا د بلوچستان های کورټ صدر بلال کاسی څنګه په هدفي برید کې ووژل شو او بیا بریدګر د کوټې په سیویل هسپتال کې په برید کې کامیابه شول؟ محمود خان اڅکزي وویل، چې دغه پېښه د خفیه یا استخباراتي ادارو د ناکامۍ یو نښه ده.

نوموړي وویل، پاکستان به دا فیصله کوي چې د نورو له پراکسي جنګونو (دبلچا لپاره جنګېدل) به لاس اخلي، د ترهګرۍ پرضد به بې له توپیره کاروايي کېږي.

پوځ، پارلېمان او عدلیه به له نوې سره لوړه او سوګند کوي چې د ترهګرۍ پرضد به د جګړې حالت اعلانوي.

پاکستاني مطبوعات وایي، چې په قومي اسمبلې کې محمود خان اڅکزي وویل،چې په کوټه کې برید پر پاکستان برید دی، باید چې بې له څه امتیازه د وسله والو خلاف کاروایي وکړل شي.

مطبوعات د محمود خان اڅکزي له خولې زیاتوي چې تېره ورځ کوټې ته د دواړو شریفانو په جلا جلا تګ دوی نړۍ ته څه پیغام ورکول غواړي؟ نوموړي وویل، چې دواړه شریفان [نواز شریف او راحیل شریف] باید کوټې ته یوځای تللي وای.

د محمود خان اڅکزي په وینا چې پر ؛را؛او ؛موساد؛ دتور لګولو پرځای باید چې د خپلځان اصلاح وکړل شي، د نوموړي په خبره دا د پاکستانیو انټیلیجېنس ادارو ناکامي ده.

نوموړي وویل وزیراعظم ته پکار ده چې د پارلیمان مشترکه غونډه راوغواړي.

نواز شریف باید د دې پېښې پلټنې امنیتي ادارو ته وسپاري او که هغوی ناکامېږي نو بیا دې د دغه ادارو مشران له خپلو څوکیو پسې واخیستل شي.

محمود خان اڅکزي په ایوان کې د کوټې ناورین تر فاتحه وروسته په خپله وینا کې وویل چې اینده به په پارلېمان کې د مړیو لپاره دعا نه کوي، آیا دا پارلېمان یواځې د دعاګانو لپاره دی که به یو عمل کوي؟

XS
SM
MD
LG