د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: په ۱۶کلونو کې ۱۱۷ خبريالان وژل شوي


د دوشنبې په سهار کوټه کې شوي ځانمرګي برید کې د دوه کېمره مينانو د وژنې وروسته په پاکستان کې د ۲۰۰۰م کال راهیسې د وژل شویو خبريالانو او کېمره مينانو شمير ۱۱۷ تنو ته ورسېد.

په پاکستان کې د مطبوعاتو لپاره کارکونکی غير سرکاري ادارې اي ايم ايس مشر عدنان رحمت مشال راډیو ته وويل چې په پاکستان کې په تېرو ۱۶ کالو کې يو (۱۱۷) خبريالان او کېمره مينان وژل شوي دي چې پکې ۷۲ په نښه کړل شوي دي او ۲۴ په بمي چاودنو او ځانوژنکو بريدونه کې وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا چې له تېرې څو مودې راهیسې د هېواد په هره برخه کې خبريالان په څه نه څه ډول په نښه کېږي.

خبريالانو ته د تحفظ ورکولو پحقله عدنان رحمت وايي، چې يو خو د مطبوعاتو ادارو د مالکانو زمه واري جوړېږي چې خپل ټول کارکونکو ته تربيت ورکړي چې په څه ډول به خپله وظیفه ترسره کوي ځکه چې د يوه خبريال د يوه کېمره مېن ژوند تر خبر زيات مهم وي او دا خبره يقيني جوړولو لپاره پاليسيانې جوړول پکار دي.

بله دا چې د حکومت هم دا زمه واري جوړېږي چې د خبريالانو تحفظ لپاره دې خصوصي قوانين جوړ کړي او عملدر امد دې پرې هم يقيني کړي ځکه چې په تېرو ۱۶ کلونو کې په وژل شویو خبريالانو کې صرف د دريو قاتلانو ته سزا اورول شوې ده.

د ذکر ده چې د دوشنبې ورځ د کوټې سیول روغتون د شعبه حادثات د لویې دروازې مخې ته شوي ځانوژنکي بريد کې د وکيلانو او نورو کسانو تر څنګ دوه کېمره مينان هم وژل شوي دي.

خبريال او د سيمه ايزو چارو کار پوه رحيم الله يوسفزی وايي چې په موجوده حالاتو کې د خبريالانو او کېمره مينانو لپاره کار کول ګران شوی دی نو د مطبوعاتو ادارو مالکانو ته پکار دي چې د خپلو کار کونکو تحفظ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د نوموړي په وينا چې مالکانو، مديرانو او نورو چارواکو ته پکار دي چې کوم خبريالان او کېمره مينان يې په مشکل حالاتو کې خپله کارونه ترسره کوي نو نه صرف هغوی ته دې اسانتياوي ورکړي دي بلکې هغه ځايونو ته دې هم نه لېږي چې چېرته خطر پکې زيات وي.

XS
SM
MD
LG