د لاسرسي ځای

کوټه کې ویر دی


نن د نهې/سېشنبې په ورځ د بلوچستان مرکز کوټې سیویل روغتون کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بم برید او ورپسې ډزو پرضد په احتجاج کې په ټوله صوبه او کوټه کې ویر او په ګڼو ښارونو کې هړتال او کاربندیز دی. په کوټه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، په بلوچستان کې به د درو ورځو لپاره تعلیمي ادارې، دفترونه، بازارونه او عدالتونه بند وي. د پاکستان سپریم کورټ بار اتحادیې هم د اوو ورځو لپاره ویر اعلان کړی دي. د کوټې په سیویل روغتون کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG