د لاسرسي ځای

شام کې پر بې پولو ډاکټرانو روغتون بریدونه ۱۳ تنه وژلي


د بې پولو ډاکټرانو ادارې ویلي، د تیرې اونۍ په پای کې د یاغیانو تر ولقي لاندې د شام په صوبه کې د ماشومانو پر یوه روغتون څو هوايي بریدونه شوې چې پکې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

ایم ایس ایف د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي،د شام په شمال کې په ادلیب صوبه کې له څلورو هوايي حملونه دوو دا کلینیک په نښه کړ.

د بې پولو ډاکټرانو مرستندویه اداره وايي، د اګست په شپږمه په دې بمبارۍ کې په رڼا ورځ د روغتون د عملې شپږ تنه کارکوونکي هم زخمیان شوي دي.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا حمله به چا کړې وي او ایم ایس ایف هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګروملتونو تېره میاشت وویل چې په شام کې پر روغتیايي مرکزونو ۴۴ حملې یې ثبت کړي دي.

XS
SM
MD
LG