د لاسرسي ځای

تازه خبر

 کوټه کې ویر د مړیو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد


نن د نهې/سېشنبې په ورځد بلوچستان مرکز کوټې سیویل روغتون کې د دوشنبې ورځې ځانمرګي بم برید او ورپسې ډزو پرضد په احتجاج کې په ټوله صوبه او کوټه کې ویر او په ګڼو ښارونو کې هړتال او کاربندیز دی.

د پاکستان سپریم کورټ بار اتحادیې هم د اوو ورځو لپاره ویر اعلان کړی دي.

د کوټې په سیویل روغتون کې په پرونۍ چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی دی.

د دې پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار او داعش منلې ده.

بلخوا په پېښور کې د مدني ټولنو غړي وايي، د ترهه ګرۍ ضد قامي اېکشن پلان په سمه توګه نه دی عملي شوی او ریاست د خپلو وګړو په تحفظ کې پاته راغلی دی.

بېګا ماښام په پېښور پریس کلب کې د مدني ټولنو غړو د کوټي سیول روغتون د پرونۍ ځانمرګي برید پرضد مظاهره وکړه.

پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان پوځ مشر او وزیراعظم د سیویل روغتون د پیښې وروسته د سیمې دوره کړي او ویلي دي چې په خېبر پښتونخوا کې یې وسله والو ته ماتې ورکړې ده او ډېر ژر به بلوچستان هم له وسله والو پاک کړي.

بل اړخ ته ملګرو ملتونو، امریکا، روس او د افغانستان په ګډون ځینو نورو هېوادونو د کوټې د سیویل روغتون چاودنې غندنه کړې او له پاکستان حکومته یې د وسله والو د نیولو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG