د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د دوو تښتول شویو بهرنیانو لپاره عملیات روان دي


تراوسه د هغه امریکایي او اسټرالیایي برخلیک نه دي معلوم چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې یرغمل شول.

دغه دوه تنه چې د چارواکو په وینا په کابل کې د امریکایي پوهنتون استادان وو، د دارالامان له سیمې لادرکه شوي دي.

په کابل کې د استرالیا سفارت د خپل یوه تبعه یرغمل کېدل تایید کړي خو د امنیتي دلایلو له امله یې په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي.

په واشنګټن کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم د یوه امریکایي تبعه یرغمل کېدل تایید کړي خو له نورو جزیاتو ورکولو یې ډډه کړې ده.

تراوسه پورې چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه دی اخېستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د یرغملو د موندلو او خلاصون لپاره هڅې تېزې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG