د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیري: د داعش ډلې مشر د وژل کېدو په اړه راپورونه ترلاسه شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر د وژل کېدو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او هغه څیړي.

جنرال دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د حافظ محمد سعید د وژل کیدو په اړه اسناد او شواهد هم وړاندې شوي چې له څیړلو وروسته به یې نتیجه اعلان کړي.

د امنیتي ځواکونو یو قومندان جنرال زمان وزیري پرون د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې حافظ سعید د هغو ۳۰ وسله والو په ډله کې دی چې په اچین ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG