د لاسرسي ځای

د پاکستان د پولیو د مخینوي څانګه دعوا کوي چې ملک کې یې د پولیو په وایرس په لویه پېمانه قابو موندلې ده.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي د څانګې مشر ډاکټر رانا صفدر په وېنا چې د تېر کلونو په نسبت څږ کال د پولیو د کېسونو شمېر دیارلس دې چې وجه یې د پولیو مخنیوي لپاره په طریقه کار کې بدلون او په قبایلي سیمو کې د وسله والو خلاف عملیات دي.

یاده دې وي کال ۲۰۱۴ کې د پولیو درې سوه او شپږ او کال ۲۰۱۵ کې څلور پنځوس کېسونه مخې ته راغلې وو.

ډاکټر رانا صفدر په وېنا چې د امریکې د ناروغیو د مخنیوي ادارې په پاکستان د پولیو مخنیوي اقداماتو چې کومه تجزیه کړې ده نو په هغې کې هم هغوي په دې نتیجه رسیدلې دې چې پاکستان کې د پولیو په وایرس کې کموالې راغلې دې.

دې زیاتوي،، پاکستان کې اوس یوه ډله ده چې هغه د څیزونو په ډېر احتیاط سره جاج اخلي او په هغې کې کموالې ګورې او وخت په وخت د هغې د سمولو په کوشش کې وي. په دې یو ډله کې ټولې سرکاري ادارې او غېر سرکاري ادارې شاملې دي. د دې نه علاوه وس به موږ یوه بله یو داسي برخه جوړو چې هاغه زموږ د کارونو جاج اخلي او دا صرف دې لپاره چې چرته هم زموږ کارکردګي کې څه مسله رانشي،،

د پولیو د مخنیوي د څانګې په وېنا چې په قبایلي سیمو کې اولس د پولیو د مخنیوی څاڅکو پر ضد نه وو بلکه هاغه وسله وال وو چې د چا خلاف پوځي عملیات روان دي.

خپلو خبرو کې ډاکټر رانا صفدر زیاته کړه چې پېښور ، کراچې او په کوټه کې وس هم وخت په وخت د پولیو د وایرس جاج اخیستې کیږي ځکه چې دلته وس هم د پولیو د وایرس خطره شته.

،، په پېښور او کوټه کې موږ د پولیو مخنیوي په لړ کې ډېره نمایا کامیابي مو ترلاسه کړې ده ځکه چې څږ کال د پېښور او کوټه نه یو یو کېس راغلې دې او کراچې کې لا یو کېس هم نه دې رپورټ شوې خو بیا هم موږ ته هلته نه د پولیو د وایرس مثبت رپورټونه راروان دي، نو د دې د مخنیوي لپاره موږ له به نور هم کار کولو ضرورت وي،،

د پاکستان د پولیو مخنیوی څانګې په وېنا چې د حکومت وس ټوله توجو د پولیو مخینوي لپاره په یو پنځه کاله پروګرام ده د څه ترلاندې به د اولس د پولیو څاڅکو په اړه غلط فهمیانې لرې کول وي او کم عمره ماشومانو ته د ناروغیو مخنیوي

XS
SM
MD
LG