د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګریانو خپل ټولنیز خدمتګار وستایلو


سوداګر عبدالرحمن وطنوال په لوګر ولایت کې خلکو ته زدکړو اسانتیاوې برابروي

د لوګر ځايي چارواکو، مدني فعالانو او اوسیدونکو د یو داسې کس فعالیتونه وستایل، چې دا دیارلس کاله يې پرلپسې د یاد ولایت زرګونو ځوانانو او تنکیو ځلمیانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړی کس ملي سوداګر عبدالرحمن وطنوال دی، چې په خپل شخصي لګښت هر کال خواوشا درې زره کسانو ته په لوګر کې د ښوونځي له چاپیریاله دباندې د کانکور د تیاریو په ګډون د بیلابیلو زده کړو زمینه برابروي.

د ستاینغونډې ګډونوال وايي، چې په یاد ولایت کې د وطنوال ښوونیز پروګرامونه پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د دولسمو ټولګیو د ډېریو فارغانو د جذب لامل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ د لوګر د ولایتي شورا یو تن غړی قاسم خوشیوال مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړي کس لخوا ځوانانو ته د کانکور د تیاري پروګرامونه ګټور وبلل او زیاته يې کړه، چې لدې لارې د یادولایت ځوانانو ته د زده کړو او د کانکور دازموینو د تیاریو ښه زمینه برابره شوې ده.

دا چې په لوګر کې په وړیا ډول د ښوونیزو کورسونو او پروګرامونو د جوړولو فکر له عبدالرحمن وطنوال سره څرنګه پیدا شو، نوموړی وايي چې له ډېر فکر او سوچ وروسته دې نتیجې ته رسیدلی، چې د ټولنې د نوي نسل روزنه تر هر څه ډېر ارزښت لري.

عبدالرحمن وطنوال وايي، چې د ده د کورسونو او پروګرامونو پایله مثبته ثابته شوې او د ولس د تایید وړ ګرځیدلې ده.

دی هیله څرګندوي، چې سږ کال به هم ۱۳۰۰ هغه ځوانان چې د دولسمو ټولګیو زده کوونکي دي، د دې ښوونیزو پروګرامونو د تعقیب په نتیجه کې د کانکور د ازموینو له لارې پوهنتونونو ته لاره پیدا کړي.

عبدالرحمن وطنوال زیاتوي:

((سږ کال چې ګورم د کانکور د اماده ګۍ لپاره د احصایې پر اساس ۱۳۶۰ نفرو نه زیات شاګردان درس وايي، تر اویاو زیات استادان ورته تدریس کوي، په اوولسو مرکزونو کې ملازمین، د ضرورت په اندازه معلمین او اداري سټاف موجود دی، په ډېر پروفېشنل شکل درس ورکوي، چې ماشاالله ډېر موفق دي.))

د وطنوال د ښوونیزو پروګرامونو یو تن فارغ شوی زده کوونکی بختیار احمدزی وايي، کچیرې دا پروګرام يې نه وای تعقیب کړی، د کانکور په ازموینه کې ورته د ښو نمرو اخیستل ناشوني ول.

بختیار احمدزی وړاندې وايي:

((هغو کسانو چې د وطنوال صیب پروګرامونه يې پرمخ وړي هغوی په کانکور کې ښې نتیجې ترلاسه کړي دي، کچیرې دا کورسونه مو نه وای تعقیب کړي نو هېڅ امکان نه وو، چې په کانکور کې مو ښې نمرې ترلاسه کړي وای.))

د لوګر والي حلیم فدايي دا ډول ټولنیز پروګرامونه د حکومت او ولس د وصل یوه کړۍ بولي او له نورو خصوصي متشبیثینو هم غوښتنه کوي، چې د ټولنې د پرمختګ او د ځوانان نسل د رزونې لپاره د وطنوال په شان پروګرامونه عملي کړي.

د لوګر والي زیاتوي:

((دا ډول ټولنیز او فرهنګي کارونه کولای شي، خصوصي سکټور، حکومتي سکټور او ولسي سکټور د وصل کړۍ شي، موږ ورڅخه زیات راضي یو، ځکه تر ۱۳۰۰ ډېر زده کوونکي په خپلو شخصي امکاناتو کانکور ازمونه کې روزل د دولت سره یوه لویه همکاري ده او زما هیله داده چې نور خصوصي متشبیثین هم دا لاره تعقیب کړي.))

ملي سوداګر عبدالرحمن وطنوال دا هم وايي، غواړي لدې ښوونیزو پروګرامونو سربیره د زده کوونکو لپاره په ژمنیو رخصتیو کې له اووم تر دوولسمو ټولګیو پورې د مرکز په ښوونځیو کې ژمني ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي، تر څو په راتلونکې ښوونیز کال کې زده کوونکي په پوره تیاري زده کړې پر مخ بوځي.

XS
SM
MD
LG