د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کوټې پېښه د پاکستانیو استخباراتي ادارو ناکامي ده"


د بلوچستان حکومت ویاند وايي، دا یوه پېچلې جګړه ده چې رېښه یې ډېره پخوانۍ ده. او زیاتوي چې دلته په ټولنه کې سختدریځۍ نفوذ کړی دی خو زیاتوي چې دوی به تر وسه وسه دغه ترهه ګر له منځه یوسي.

د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د ګل/دوشنبې ورځ له ځانمرګي بم بريده او ورپسې په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته رسېدلی او ۳۰ نور ژوبل دي.

چادونه د سیویل هسپتال، د شعبه حادثات د لویې دروازې مخې ته هله وشوه چې نن سهار د کوټې ښار پر منوجان روډ په یوه وسله وال برید کې د وژل شوي یوه وکیل او د بلوچستان وکيلانو اتحاديې مشر بلال کاسي مړی ورته یووړل شو.

په وژل شوو او ژوبلو کې زياتره وکيلان دي. او دوه خبریالان هم پکې وژل شوي دي. چې پکې د”آج“ ټي وي کېمره چلوونکی شهزاد احمد او د ”ډان“ ټي وي کېمره چلوونکی محمد احمد شامل دي. د ”دنیا نیوز ټي وي“ خبریال فریدالله بیا په سیویل هسټال کې تر درملنې لاندې دي.

د پېښې زمه واري لا هم چا نه ده منلې.

د بلوچستان حکومت ویاند انورالحق کاکړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، که څه هم په صوبه کې له مجموعي پلوه حالات تر پخوا ښه دي خو وايي، په کوټه هسپتال کې نننۍ (ګل/دوشنبې) پېښه په اړه یې وول، چې دا یوه پېچلې جګړه ده چې رېښه یې ډېره پخوانۍ ده. او زیاتوي چې دلته په ټولنه کې سختدریځۍ نفوذ کړی دی خو زیاتوي چې دوی به تر وسه وسه دغه ترهه ګر له منځه یوسي.

صوبايي ویاند پر ولس غږ وکړ کله چې یوه پېښه وشي نو دوی دې هغه ځای ته نه ورټولېږي ځکه چې ترهګر دې ته انتظار باسي کله چې خلک د پېښې ځای ته ورټول شي نو وار د مخه خپله پلان کړې حمله ورباندې وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر محمد عثمان کاکړ وايي، د بلوچستان صوبې امنیت له تېرو څلور میاشتو راهیسې ناڅاپي په خربېدو کړل شوی دی او دا نن د ګل/ دوشنبې ورځې پېښه د دغه صوبې په تاریخ یو تر ټولو لویه غمیزه ده چې پکې پوهاند، دانشور او تکړه وکیلان ووژل شول.

نوموړي وویل، چې د کوټې ښار امنیت ساتنه له فرنټيېر کور سره ده، بلکې د ټولې صوبې سیکیوریټي یې په خلاص کې اخیستې ده. نو دا نننۍ پېښې ته په کتو دا د انټیلیجېنس اېجسنیو مکمله ناکامي ده. په دغه صوبې دومره زیاتې امنیتي ادارې او اېجنسیانې دي، دوی ته دا نه ده مالومه چې خلک په ښار کې منصوبه بندي کوي نو دوی نه پرې خبرېږي. پکار خو دا وه چې دغه قوتونه یا عناصر به وچ په وچه د استخباراتي ادارو د نېټورک په زور مالومول کېدل او نیول کېدل خو له بدقسمتۍ څخه دغه انټیلیجېنس ادارې په خپل کار کې ناکامه شوي دي.

عثمان کاکړ وویل، (زموږ ټوله صوبه په نننۍ پېښه غمژنه شوې ده، او په وژل شویو کې ۹۵ فیصده پښتانه دي.په دې کې د پښتنو ډېر مشران وکیلان شهیدان شوي دي. د هغوی شاګردان پکې شهیدان شول، زموږ ولس پکې شهیدان شو.)

نوموړي وویل، د دغه پېښې پرضد د وژل شویو کسانو په یاد کې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د اګست پر نهمه نېټه د نهې/سېشنبې ورځ ویر او مکمل هړتال اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG