د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه هسپتال:د ځانمرګي برید مړي ۵۳ تنه شول


د مشال راډيو خبریال وايي، د بلوچستان وکيلانو اتحاديې پخوانی مشر بازمحمد کاکړ هم په دغه برید کې وژل شوی دی.

د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د ګل/دوشنبې ورځ له ځانمرګي بم بريده او ورپسې په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته رسېدلی او ۳۰ نور ژوبل دي.

چادونه د سیویل هسپتال، د شعبه حادثات د لویې دروازې مخې ته هله وشوه چې

نن سهار د کوټې ښار پر منوجان روډ په یوه وسله وال برید کې د وژل شوي یوه وکیل او د بلوچستان وکيلانو اتحاديې مشر بلال کاسي مړی ورته یووړل شو.

د پیښی یو عیني شاهد وکیل محمد دین کاکړ مشال ریډیو ته وویل چې روغتون ته د بلال کاسي له وروړلو ورسته هېڅ امنیتي تدابیر نه وو نیول شوي.

دین محمد کاکړ وايي، په وکیلانو کې د بازمحمد کاکړ صاحب او قاهر شاه صاحب په ګډون ټول مشران او کشران وکیالان دلته موجود ول.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي په کوټه کې خبریالانو ته وویل، دا د ترهه ګرۍ یوه پېښه وبلله.

په وژل شوو او ژوبلو کې زياتره وکيلان دي. او دوه خبریالان هم پکې وژل شوې دي. د پېښې زمه واري لا هم چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG