د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: دوه وسله وال بریدګر او یو د ملي امنیت کارمند ووژل شول


د لوګر مرکز پل علم
د لوګر مرکز پل علم

د یکشنبې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې د لوګر په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو لخوا دوه وسله وال بریدګر تر پېژندلو وروسته ووژل شول.

د لوګر د امنیه قوماندانی د امنیت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د یادې پيښې په اړه مشال راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې د ملي امنیت یو کارمند هم وژل شوی او څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیت امر زیاته کړه، بریدګر د ملي امنیت د منسوبینو لخوا پېژندل شوي ول او کله چې نښته وشوه، نو د دواړو بریدګرو سربیره د ملي امنیت یو کارمند هم ووژل شو او څلور ملکي وګړي چې د پيښې په ځای کې موجود ول ټپیان شول:

د لوګر د امنیت امر وړاندې وویل، که چیرې بریدګر ژر نه وای پيژندل شوي، نو ممکن د لوګر په مرکز کې د وسلوالو له لوري ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښي وای.

د پېښې یو تن عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې دواړه بریدګر په موټرسایکل سواره ول، بې غږه تفنګچې ورسره وې، د پل علم ښار په ښاروالۍ څلور لاري کې يې پر یو عسکر ډزې وکړې، چې عسکر ځای پر ځای ووژل شو.

وروسته نور سرتیرې متوجه شول او دواړه وسله وال بریدګر يې ووژل او ځني ملکي وګړي هم په کې ټپیان شول.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پيښې په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

د یادونې وړ ده تېره شپه د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو هم وسلوال بریدونه شوي ول، چې د لوګر د چارواکو په وینا شلو وسلوالو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، د یادو بریدونو په اړه هم کومې وسلوالې ډلې څه ندي ویلي.

XS
SM
MD
LG