د لاسرسي ځای

پاکستان: افغاني مدیران وايي نپوهېږي مکتبونه کله وتړي؟


انځور له ارشیفه اخېستل شوی

انځور له ارشیفه اخېستل شوی

په پاکستان کې د افغاني ښوونځیو مدیران واېي د روان کال په پای کې د دوی د ايسارتیا موده ختمېږي نو دوی سره غم دی چې د خپلو ښوونځیو سره به څه کوي؟

دغه کډوال وايي چې دقانوني اسنادونو لرلو باوجود دوی د پېښور پشمول د ملک په ډېرو برخو کې د پوليسو لخوا ځورول کيږي نو حکومت دې د مدیرانو، استاذانو او شاګردانو دا ستونزی په نظر کی وساتي او د حل لپاره دې ګامونه پورته کړي.

مشال راډیو سره د خبرو پرمهال په پاکستان کې د افغاني سکولونو د مديرانو د شورا رئيس نور حبيب حبيب وويل:

« زه په پېښور کې د حبیب اعلي تجربوي د دوو لېسو مدیر یم او بیا په ټول پاکستان کې د افغاني مکاتبو د رئیسانو د شورا رئیس یم.موږ خو ډېرې ستونزې لرو او دا ستونزې په دې وختونو کې بېخي اضافه شویدي او په خاصه توګه هغه افغانان ډېر ځوریږي چې د مهاجرت قانوني اسناد هم ورسره وي او بیا یې هم پولیس ځوروي. »

هم دا شان په پېښور کې د یو بل افغان سکول پرنسپل احمد زبیر خان مشال راډیو ته په دې اړه وويل: د پاکستان حکومت له پکار دي چې د دوی لخوا د ټاکل شوې نېټې پورې خو دې افغان زده کونکي او ښوونکې نه ځوروي. نوموړی وړاندې واي:

« دا دی په دسمبر کې زموږ وخت پوره کېږي نو موږ پوښتنه لرو چې ایا موږ سکولونه خلاص کړو که سکولونه بند کړو نو که په اخريې ورځو کې موږ سکولونه بندوو نو موږ ته به ډېر مشکلات وي. موږ په پاکستان کې له افغان سفیره هم غوښتلي چې دا مسئله راته هواره کړي او له پاکستان دولت سره دې په دې اړه وغږېږي . »

مشال راډيو چې په دې اړه د خېبرپښتونخوا د ویاند او د وزیراعلي سلاکار مشتاق غني نه وپوښتل نو د هغه وېنا وه:

« موږ خو هېڅ نه وایو. موږ خو یواځې چې د لټون یا چېکنګ پر مهال کوم غېر قانونه افغانان مخې ته راشي هغه نیسو او له پاکستانه یې افغانستان ته لېږو.نو د روان کال تر پایه قانوني کارت لرونکیو افغانانو ته هېڅ هم نه وایو.»

په دې وروستیو کې د خيبرپښتونخوا وزيراعلې پرويز خټک هم مشال ريډيو ته ويلي وو، پولیسو ته یې امر کړی چې هېڅ یو کډوال دې بې ځایه نه تنګوي ځکه چې په هېواد کې مېشت کډوال یې مېلمانه دي.

XS
SM
MD
LG