د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلاب منګل: د ننګرهار جنګ ځپلو خلکو سره مرسته کوو


د افغانستان د سرحداتو وزیر ګلاب منګل او نور چارواکي
د افغانستان د سرحداتو وزیر ګلاب منګل او نور چارواکي

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير د ننګرهار د لوړ پوړو چارواکو په ملتیا د یکشنبې په ورځ د هسکې مينې ولسوالۍ ته ورغللو او هلته يې د ولسي ملاتړ په موخه له قومي مشرانو څخه پنځوس کسیزه شورا جوړه کړه او تر څنګ یې جنګ ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته هم وکړه.

د افغان ولسمشر په امر له تېرو لسو ورځو راهیسې د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د قهر سیلاب په نوم د داعش پر ضد عملیات پيل شوي چې لا هم دوام لري. چارواکي وايي چې له کوټ ولسوالۍ نه وروسته دغه علمیات د هسکې مينې ولسوالۍ ته وغځېدل چې په سلګونو داعش وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير او د شپږ وزارتونو مرستیالانو د ننګرهار د چارواکو په ملتیا د هسکې مينې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له قومي مشرانو سره تر لیدنو وروسته د سيمې د ثبات په موخه له قومي مشرانو څخه د ولسي ملاتړ په نوم پنځوس کسیزه شورا جوړه کړه. د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې موقع خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

« له عملیاتو سره سره چې موږ د دې منطقې لپاره څه امکانات لرو، له مشرانو سره ناستې لرو، د شوراګانو جوړول لرو، او دا چې د عملیاتو په دوران کې له دې ولس سره څه مرسته کولای شوو او له عملیاتو نه وروسته څه کولای شوو، په همدې موخه وزیر صیب تشریف راوړی چې دا روند له نيږدې نه وګوري، او هغه وعدې چې له مرکز نه د ننګرهار او بالخصوص د دغې څلورو ولسواليو لپاره شوي او هغه مشکلات چې موږ ورسره مخ يو، له مرکز سره يې شريک کړي.»

د افغانستان د قومونو او سرحدونو چارو وزير محمد ګلاب منګل وویل چې د عملیاتو په دوران کې ولس له امنیتي ځواکونو سره پوره مرسته کړې نو حکومت به د دوی ټولو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي:

« پخوا به عملیات کېدل خو متاسفانه د عملیاتو په دوران کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره، یا له عملیاتو په دوران کې زیانمنو او متضررو هیوادوالو ته د لاسرسۍ لپاره نیمګړتیاوې موجودې وې، او یا وروسته له عملیاتو هغه اړينې چارې چې باید تر سره شوي وای، یا نه تر سره کيدې او یا کمزورې وې، موږ د ریس صیب جمهور او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشرتابه د امر په اساس په ننګرهار کې دا پروګرام پیل کړ. په دې کې له موږ سره ولس هر اړخیزه او بيدريغه مرسته کړې ده.»

د سیمې خلک خوښ وو چې حکومت د اعش پر ضد پراخه عملیات روان کړي، خو له دولت نه يې د امنیت د راوستو تر څنګ د رغنیزو پروژو د پلي کيدو غوښتنه هم کوله. یو تن قومي مشر ملک غورځنګ په خپلو خبرو کې وويل:

« بس دی چې دا دومره وځوريدو، والی صیب امنیت درنه غواړم، اولنۍ غوښتنه مې د امنیت ده. پول هم درنه غواړم، سرک هم درنه غواړم، مکتب هم درنه غواړم، کلینيک هم درنه غواړم، دا هیڅ هم نه لرم، په وچ ډاګ کې پروت یم، دې هر څه ته ضرورت لرم، خو که امنیت نه وي، زه هيڅ هم نه شم کولای.»

له غونډې وروسته په يو شمېر هغو کورنیو خوراکي توکي او خېمې وویشل شوې چې د جنګونو له امله زیانمنې شوې وې او چارواکو ژمنې وکړې چې له عملیاتو وروسته به په ټولو ولسواليو کې رغنيزې پروژې پيلوي.

XS
SM
MD
LG