د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخېلوال مرکه: افغانان په هېڅ قیمت له خپلې ازادۍ څخه نه تېرېږي


طالبان لا هم په کويټه او پېښور کې مرکزونه لري.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:28 0:00

طالبان لا هم په کوټه او پېښور کې مرکزونه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي پاکستان د ادعاو باوجود د حقاني شبکې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي او ياده ډله هره ورځ په افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي.

نوموړی وايي افغانستان یو خپلواک هیواد دی، په هېڅ ډول او هېچا ته له خپلې ازادۍ نه تېریږي. دی وايي افغانستان د هند سره ښې اړیکې غواړي او همدارنګه له پاکستان سره یې هم غواړي خو د پاکستان دا غوښتنه ۱۰۰ کاله پس هم نه شي منلی چې هند دې پرېږدو او یواځې له پاکستان سره یې وپالو. دی وايي د پاکستان دغه غوښتنه د افغانستان د خپلواکۍ توهین کول دي.

دا خبره اوس روښانه ده چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي
حضرت عمر زاخېلوال

نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو يوه غټه وجه د پاکستان لخوا خپلې ژمنې نه پوره کول دي. افغان سفیر وايي پاکستان په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل، خو په دغو عملیاتو کې حقاني شبکې ته هېڅ ډول زیان نه دی رسېدلی. نوموړی وايي برعکس په افغانستان کې حکومت د تحریک طالبان پاکستان مشران په وار وار په نښه کړي دي.

افغان سفیر وايي نن سبا د کابل او اسلام اباد اړیکې ښې نه دي، دواړه لوري د یو بل نه ګیلې مانې او شکایتونه لري. دی وايي دواړو هیوادونو له پکار دي چې د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره کار وکړي. افغان سفیر وايي د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې که ترېنګلې هم وې خو د دواړو غاړو خلکو له یو بل سره ښې اړیکې درلودلې خو په تورخم کې د ویزې شرط اېښودل او پښتونخوا او نورو سیمو کې د کډوالو ځورونه د ولسونو ترمنځ واټن پیدا کوي.

د افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره د مشال راډیو همکار احمدالله مرکه کړې چې دلته یې اورېدلی شئ:

زاخېلوال: د پاکستان سره مو اړیکې د حقاني شبکې پر سر خرابې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG