د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د نواز شریف خلاف لاریون


انځور له ارشیفه اخېستل شوی
انځور له ارشیفه اخېستل شوی

تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ (ن) د مهمو مشرانو او د هغوی د کورنیو د غړو د مبینه درغلیو پرضد د مظاهرو لړۍ له پېښوره پیل کړې او د نوموړي ګوند مشر عمران خان لاریون ته وینا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وویل تر څو چې د دې هيواد د وزيراعظم او د هغه د حکومت د مبينه درغليو په اړه تحقيقات نه وي شوی تر هغو به يې د احتساب په نامه تحريک روان وي:

« دا تحريک د هر هغه پاکستاني وګړي دی څوک چې دا ملک د درغلۍ له ناسوره خوندي کول غواړي. بډو رشوتونو غریبانو ته غټ تاوان رسولی دی،دوی د تعليم او صحت په څېر له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي.»

عمران خان وايي د پاناما قانوني بنسټ څخه په افشا شویو دستاويزاتو کې د وزيراعظم نواز شريف د بچو نومونه راغلي او بايد چې د هغوی احتساب وشي.

بلخوا وزيراعظم ويلي چې هغه د دغې معاملې په اړه د تحقيقاتو لپاره تيار دی.

تحریک انصاف ګوند چې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د حکومت واګي په لاس کې لري، تر دې وړاندې یې هم مشرانو په اسلام اباد کې د وزیراعظم نواز شریف د لرې کولو په موخه اوږدې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG