د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان یو امریکايي وګړی نیولی دی


پاکستان یو امریکايي وګړی نیولی او وايي چې دغه تن یو وار مخکې هم ویستل شوی و، خو چې بیا راستون شو نو ونیول شو. پاکستان وايي د Mathew Craig Barrett په نوم دغه تن د پاکستان له غاړې په تور لېسټ کې شامل کړای شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویاند سرفراز حسین پرون وویل، پولیسو د غه امریکايي وګړی په اسلام اباد کې په یو مېلمستون کې نیولی دی.

دغه ۳۳ کلن سړی څلور کاله مخکې وروسته له هغې چې د فتح جنګ په سیمه کې د پاکستان د پوځ د پټو تحقیقاتي تاسیساتو ته نږدې ولیدل شو، له دغه هیواده و ویستل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي باریټ د پخوانۍ نیونې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، که څوک په تور لیست کې شامل وي، نو خامخا به جدي سبب لري.

ښاغلی باریټ مخکې له دې چې له پاکستان څخه و ایستل شي په دې هیواد کې څلور کاله ژوند کړی و، نوموړي له یوې پاکستانۍ ښځې سره واده کړی او دوه ماشومان لري.

XS
SM
MD
LG