د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د پښتنو یو نیم سل دوکانونه سوځېدلې


د کراچۍ د ډېفنس په ګولډ مارکيټ نومې کاروباري مرکز کې ځايي دوکانداران وايي د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه يو نيم سل دوکانونه سوځېدلي دي.

په یاد مارکيټ کې د لسګونو دوکانونو مالک عبدالکبير اغا پرون مشال راډيو ته وويل چې د يو دوکان تخمينه تر پنځوسو لکو پوري ده.

د نوموړي په خبره اور د بجلۍ د شارټۍ له وجې نه دی لګېدلی ځکه چې په یاد مارکیټ کې د اورګېدو پر مهال د بجلۍ لوډشېډنګ و.

په ګولډ مارکيټ کې زياتره دوکانونه د پښتنو دي، دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د پېښي پلټني دې وکړي.

بلخوا حکومتي چارواکو د پېښې د څېړلو لپاره پينځه کيسزه کميټي هم ټاکلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG