د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د پاکستاني هیلیکاپټر څېړنه روانه ده


د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د افغانستان حکومت وايي، لا هم د هغې پاکستانۍ الوتکې په اړه څیړنې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د لوګر په یوه غرنۍ سیمه کې بیړنۍ ناسته وکړه او سپاره کسان یې وسلوالو یرغمل کړل.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال پرون مشال راډیو ته وویل، ولسمشر په یوې امنیتي غونډې کې د دې موضوع په اړه په تر لاسه شویو معلوماتو بحث وکړ. نوموړي زياته کړه:

« لومړی یو پلاوی وګومارل شو چې دبېړنۍ ناستې په ګډون ددې قضیې بیلا بیل اړخونه وڅېړې. دوی دا خبره معلوموله چې ایا د دغه هیلیکاپټر مشخصات د پاکستان په غوښتنلیک کې درج وو او که نه؟»

بلخوا د پاکستان د پوځ ویاند ليفټينټ جنرال عاصم باجوه هغه اوازې رد کړي چې ګوندې د الوتکې په برمته شویو سپرو کې د پاکستان د سر لښکر خپلوان هم شامل دي.

د افغانستان لپاره د روسي د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسي د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

په همدې حال کې روسي چارواکي وايي، په لوګر کې بیړنۍ ناستې ته په اړ شوي هیلیکاپټر کې د سپاره یو تن روسي خوندي خوشې کول ښايي ډېر وخت وغواړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په مسکو کې يوي راډيو ته ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې هیلیکاپټر کې د یو برمته شوي روسي د خوشې کولو لپاره ټولې هڅې کوي.

دا د پاکستاني چارواکو ذمه واري ده چې د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره هڅې وکړي.
ضمیر کابلوف

ضمیر کابلوف ویلي، دا د پاکستاني چارواکو ذمه واری ده چې باید د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي ځکه چې د نوموړي په وینا په برمته شویو کې شپږ تنه پاکستانیان شامل دي او روسي لارښود یوازې د الوتکې پرواز تنظیماوه.

XS
SM
MD
LG