د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفير: پاکستان د حقاني ډلې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي


په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي پاکستان د ادعاو باوجود د حقاني شبکې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي او ياده ډله هره ورځ په افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي.

نوموړي د جمعې په ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو يوه غټه وجه د پاکستان لخوا خپلې ژمنې نه پوره کول دي.

زاخيلوال تور پوری کړ چې پاکستان له وسله والو سره مرستې کوي.

د دې وروستېو څرګندونو په اړه پاکستانيو چارواکو څه نه دي ويلي خو په تير وختونو کې يې دا قسمه تورونه رد کړيدي او ویلي يي دي چې په وسله والو کې ښه او بد نه کوي او د ټولو وسله والو ډلو پرضد يو شان عمليات کوي.

له مشال ریډیو سره د افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال ځانګړې مرکه د اتوار په ورځ د ماسپښین په درې نیمې بجې د مشال ریډیو نه اوریدلې شئ.

XS
SM
MD
LG