د لاسرسي ځای

دبرازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو لوبو کې برخه اخلي.

دبرازیل ریو دې ژنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالیو د پیل مراسم په مارکانا لوبغالي کې پیل شول. په سیالیو کې به د ۲۰۶ هېوادونو او د کډوالو لوبغاړي په بېلابېلو لوبو کې برخه اخلي.

اولمپیک سیاليو کې د پاکستان اووه لوبغاړي حصه اخلي چې په کې دوه اتليټ، دوه لمبوزن،دوه نشانه باز او يو د جوډو لوبغاړی دی.

اولمپیک سیاليو کې د پاکستان اووه لوبغاړي حصه اخلي

اولمپیک سیاليو کې د پاکستان اووه لوبغاړي حصه اخلي

د سږ کال اولمپیک لوبو کې د لومړي ځل لپاره د کډوالو لوبغاړي په ۲۸ ډوله لوبو کې ګډون کوي.جنوبي امریکا کې پروت برزایل د سږ کال اولمپیک سیالیو کوربه دی.د اولمپیک د پرانیستې مراسم د جمعې په ورځ د برازیل پر ځايي وخت د شپې اته بجې پیل شول.

د ۲۰۱۶ م کال اولمپیک سیالۍ په داسې مهال پیل شوې، چې څو میاشتې وړاندې پرې څلورو لویو نړیوالو خبرونو اثر غوړولی دی: د زیکا ویرس، د روس ډوپېنګ لوبډله، د سیالیو امنیت او د برازیل کوربه توب.

اوسمهال د اولمپیک سیالیو د امنیت خوندي کولو لپاره د نړۍ څه باندې ۸۵ زره سرتېري ځای پرځای شوي.دا شمېر په ۲۰۱۲ کال د لندن اولمپیک سیالیو د امنیت نیوونکو دوه برابره دی.

اولمپیک سیالۍ په هرو څلورو کلونو کې یوځل ترسره کېږي، چې تېر ځل په ۲۰۱۲ کال د بریتانیا لندن کې ترسره شوې.

ویل کېږي د پرانیستې مراسم د بودیجې د کمښت له کبله د تېرو سیالیو په څېر شانداره نه وو.دغه سیالۍ به تر ۲۱ م اګست پورې دوام کوي.

په پام کې ده چې د اولمپیک سیالیو کتلو لپاره نژدې پنځه لکه تماشبين برازیل ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG