د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي د پاکستاني هیلي کاپټر د پېښې په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله ډلې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د کښېنستي پاکستاني هیلي کاپټر عمله د دوی په ولقه کې ده.

پراګ: د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله ډلې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د کښېنستي پاکستاني هیلي کاپټر عمله د دوی په ولقه کې ده.

دا خبره د یادې ډلې ویاند قاري سېف الله د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وکړه ، خو نه افغان او پاکستاني حکومت او نه هم ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی.

بل پلو د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل ، حکومت یې له رسمي او غیر رسمي لارو کار اخلي چې په دې هیلي کاپټر کې سپاره کسان پاکستان ته ستانه کړل شي.

د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې جنرال راحیل شریف هم افغان ولسمشر اشرف غني ته په دې لړ کې د مرستې لپاره ټلیفون کړی او هغه ورسره ژمنه کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي ، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د دې هیلي کاپټر د برمته شوو کسانو د خوشي کولو لپاره دې پوره هڅه وکړي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل ،دفاع وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارلې او د مسلې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې پیل کړي څو معلومه کړي چې د هلیکوپټر عمله څنګه د مخالفینو له منګولو روغه رمټه خوشې کولای شي."

ویل کېږي چې د دې هلیکوپټر په عمله کې یو روس وګړی هم شامل دی.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د عملیاتي اطلاعاتو د څانګې مشر نیکولای وینوګرادوف د جمعې په ورځ د روس ۲۴ په نوم خبري ټلویزیون ته وویل، ماسکو د دې هلیکوپټر د عملې په ډله کې د سیرګي کنستانتینوویچ سیواستیانوف په نوم د روسي لارښود د موجودیت په اړه څېړنه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا وايي، د روسیې ساخت دا مي اولس الوتکه د افغانستان له لارې ازبکستان او له هغه ځایه د ترمیم لپاره روس ته روانه وه چې د افغانستان د لوګر ولایت په عزره ولسوالۍ کې په بېړنۍ توګه پرېواتی.

XS
SM
MD
LG