د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني طالبان وايي ، د پاکستانۍ چورلکې عمله د دوی په ولقه کې ده


د تحریک طالبان پاکستان حکیم الله ډلې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د کښېنستي پاکستاني هیلي کاپټر عمله د دوی په ولقه کې ده.

دا خبره د یادې ډلې ویاند قاري سېف الله د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وکړه ، خو نه افغان او پاکستاني حکومت او نه هم ازادو سرچینو د دې پخلی کړی دی.

بل پلو د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل ، حکومت یې له رسمي او غیر رسمي لارو کار اخلي چې په دې هیلي کاپټر کې سپاره کسان پاکستان ته ستانه کړل شي.

د پاکستاني پوځ ویاند ویلي چې جنرال راحیل شریف هم افغان ولسمشر اشرف غني ته په دې لړ کې د مرستې لپاره ټلیفون کړی او هغه ورسره ژمنه کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي ، دوی خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د دې هیلي کاپټر د برمته شوو کسانو د خوشي کولو لپاره دې پوره هڅه وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي ، دا هیلي کاپټر د ازبکستان پر لاره روس ته روان وو چې د افغانستان د لوګر ولایت په عزره ولسوالۍ کې په بېړنۍ توګه پرېواتی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG