د لاسرسي ځای

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د درغلیو ضد نوي قانون بل منظور کړی


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د درغلیو د مخنیوي لپاره – د ګټو د ټکر- په نامه د نوي قانون بل منظور کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی د قانوني چارو ځانګړي سلاکار عارف یوسف د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل ، دا قانون به د ځان په ګټه له اختیاراتو د کار اخیستلو مخه نیسي.

د یادونې وړ ده چې د دې بل مسوده د – دوه زره څوارلسم – د جون پر شپږمه نېټه اسمبلۍ ته وړاندې شوې وه خو منظوري یې د واکمنو ګوندونو د غړو د اندېښنو له کبله تر دوه کاله د ځنډ ښکار وه.

XS
SM
MD
LG