د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر اوباما: که مو القاعده مه وای ځپلې ، نور امریکایان به یې وژلي وو


د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي ، که چېري دوی القاعده ډله مه وای ځپلې نو دې ډلې به د سپټمبر د یوولسمې په څېر نور امریکایان هم وژلي وای.

امریکايي ولسمشر دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ په ویرجینیا کې یو خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

ولسمشر اوباما وویل ، زه فکر نه کوم چې په دې کې دې شک وي چې که چېري موږ د پاکستان په قبایلي سیمو کې القاعده ډله مه وای ځپلې نو دې ډلې به نور امریکایان وژلي وو او موږ ښايي د سپټمبر د یوولسمې په څېر نور بریدونه هم لیدلي وای.

ولسمشر اوباما زیاته کړه ، موږ پر دې ځیرک نظر ساتلی دی چې دا خطر اوس هم موجود دی. د دې خلکو په ذهنونو کې هغه فکر اوس هم شته خو دوی ته دا اوس ډېره ګرانه ده چې هغسې بریدونه وکړي.

ولسمشر باراک اوباما دا خبره هغه مهال کړې ده چې په پاکستان کې د ترهګرۍ او د امریکا پر کورني امنیت د هغه د اغېز په اړه یې وینا کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG