د لاسرسي ځای

تازه خبر

مورېل وايي ، ډونلډ ټرمپ ښايي د روس غیر ارادي جاسوس وي


د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې پخوانی مشر مایکل موریلوايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ښايي د روس یو غیر ارادي جاسوس وي.

مایکل موریلله امریکايي ولس څخه غوښتي دي چې د ډونلډ ټرمپ سیالې او د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلیري کلینټن ته رایې ورکړي.

مایکل موریل چې درې لسیزې مخکې د –سي آی آې – مشر و، دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کمپاینونه ورځ په ورځ د بدلون په حال کې دي.

نوموړي د امریکا د بهرنیوچارو د وزیرې په توګه د میرمن کلینټن د ښه کار ستاینه کړې خو د ټرمپ په اړه یې سختې خبرې کړې دي.

مایکل موریلویلي ، له روس سره د ډونلډ ټرمپ تجارتي اړیکي او د ولسمشر ولادیمیر پوټین ستاینه هغه شواهد دي چې دی باید د امریکا ولسمشر نشي.

د ټرمپ د کمپاین غړو د موریل د څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او هغه یې په ۲۰۱۲ کال کې د لیبیا په بن غازي ښار کې د ۴ امریکایانو د وژل کیدو له پیښې وروسته په تبلیغاتي کمپاین کې په لاس لرلو تورن کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG