د لاسرسي ځای

ملګري ملتونه وايي ، ایران دې خلک په دار نه ځړوي


د ملګروملتونو د بشري حقونو ادارې پرون د ایران پر حکومت د تیرې اونۍ د اعدامونو د لړۍ له کبله کلکې نیوکې کړې دي.

د یادې ادارې مشر زید رعد الحسین په یوه بیان کې ویلي دي چې دا په دار ځړدونې له یوې سترې بیعدالتۍ سره سمون خوري.

د ده په وینا ، دا له دې څرکنده ده چې له عدالتي مراحلو د تورنو کسانو محرومیت او دا حقیقت چې اعدام شوي کسان که ټول نه وو نو ډیرو یې له سني مذهبي اقلیت سره تړاو درلود.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د کمیشنرۍ ویاندې روینا شمدساني رویټرز خبري آژانس ته وویل، د ملګروملتونو د بشري حقونو کمیشنر له ایراني چارواکو د دې اعدامونو د لړۍ بندول غواړي.

د ایران حکومت تیره اونۍ شل تنه اسلامپال کردان چې پر امنیتي ځواکونو په بریدونو تورن شوي وو، اعدام کړل.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې پر دې کسانو تور لګول شوی و، چې دوه سني دیني عالمان او څوتنه پولیس او امنیتي ساتونکي یې وژلي، یوشمیر کسان یې برمته کړي او د ایران په ختیځ کې یې وسله والې شوکې او چاودنې کولې.

د بشري حقونو لپاره کار کوونکي وايي ، ایران د هغو هیوادونو له ډلې دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کیږي.

XS
SM
MD
LG