د لاسرسي ځای

تازه خبر

قزاقستان وايي ، د فتح الله ګولن ملګري به باسي


د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايف ژمنه کړې چې په خپل هېواد کې د ښوونځيو هر هغه زده کوونکى به بېرته ترکيې ته ولېږي که چېرې د ترکيې له جلاوطنه مذهبي مشر فتح الله ګولن سره ، د ده په وینا ”تروريستي اړيکې“ ولري.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان تور لګولى چې فتح الله ګولن، چې په امريکا کې ژوند کوي د جولاى د پنځلسمې د کودتا په تنظيم کې لاس درلود، څو دى له واک څخه وپرځوي. خو ګولن د کودتا په هغه ناکامه هڅه کې خپل لاس درلودل ردوي.

اردوغان له قزاقستانه هيله وکړه، په دغه هېواد کې هغه ٣٣ ښوونځي د فتح الله ګولن د پلويانو له موجوديته پاک کړي، چې دغه جلاوطنه مذهبي مشر يې چلوي.

انقرې ته د خپل رسمي سفر په پاى کې د قزاقستان ولسمشر نظربايف پرون له خپل ترکي سيال اردوغان سره يو ځاى ګډ کنفرانس ته وويل: ”که په دغو ښوونځيو کې هر څوک له ترهګرۍ سره اړيکې ولري، موږ به د ترکي له غوښتنې سره سم اقدام وکړو“.

نظربايف زياته کړه، په قزاقستان کې دغه ښوونځي د دولت تر کنټرول لاندې دي او ٩٠ فيصده ښوونکي يې قزاقان دي، نه ترکان.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG