د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني لوبغاړي کابل ته ځي


د افغانستان د کورني کرکټ په شپږیزه نومي شل اوریز ټورنامنټ کې اووه پاکستاني لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

دا اعلان د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش د جمعې په ورځ ناوخته په یو بیان کې کړی دی.

نسیم الله دانش ویلي ، موږ دې ته بلکل چمتو یو چې بهرني لوبغاړي دلته لوبه وکړي له کوم څخه چې به ځوان افغان لوبغاړي هم زده کړه وکړي.

د افغانستان د کورني کرکټ دا شپږیزه نومي ټورنامنټ پر شپږو لوبغاړو مشتمل دی او تر منځ به یې د اګست له نهمې تر نولسمې شل اوریزې لوبې تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG