د لاسرسي ځای

ولسمشر باراک اوباما د خپل ټیم مننه وکړه او پر هغوی یې ډاد وښود چې د خپل بېساريکار په مټ یې د لا نورو بریدونو د کېدو مخه ونیوله.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د زیارت په ورځ د دغه هېواد په ورجینیا ایالت کې د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته چې د نړۍ لربر کې د متشددې سختدریځۍ وهلو لپاره رابلل شوې وه،وویل، په دې کې هېڅ شک نه ویني که یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د القاعده شبکې جرړې یا نوغې له مینځه نه وای اېستلې، نو ډېر شمېر نور امریکایان به وژل شوي وای او د یولسم سیپټېمبر غوندې نورې پېښې به یې هېواد لیدلې وی.

ولسمشر اوباما وویل، ( چې ګواښونو او دړکو ته په کتو د بریدونو مخنیوي لپاره پرله پسې څار کوو، ځکه چې د دغه زاړه پالیو په ذهنونو کې لاهم د بریدونو خیال ګرځي خو اوس ورته ډېره ګرانه ده چې د تېر په څېر پراخ بریدونه ترسره کړي.)

ولسمشر خبري غونډې ته وویل، (موږ ولیدل چې دغه د لاندې کچې بریدونه چې د ځینو لږو بریدګرو یا شخصي هغو له لوري په کمو جدیدو او ارزان بییه وسلو ترسره شوي په ریښتیا هم لوی زیان رسولای شي. د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره امریکا ته لا نور جدیدېدل او عصريکېدل پکار دي او په دې برخه کې له خپلو نړیوالو ملګرو سره لا نوره همکاري پکار ده.

ده وویل د خپلو بېساریو هڅو له کبله نن امریکا خوندي ده.

ولسمشر اوباما خبریالانو ته وویل، هغه نظریه بهول غواړي چې چې د دغه [ترهګرو] بریدونو ترشا ده.او د دې لپاره لا ډېر کار کولو ته اړیتا ده.

XS
SM
MD
LG