د لاسرسي ځای

پر یوشمېر عراقیو چارواکو له هېواده د وتلو بندیز


د عراق پارلېمان پخوانی مشر سلیم الجبوري په درغلۍ تورن

د عراق پارلېمان پخوانی مشر سلیم الجبوري په درغلۍ تورن

د عراق عدلیې د اداري فساد په تور د پارلېمان پر مشر او یو شمېر چارواکو له هېواده د وتلو بندیز لګولی دی.

د پارلېمان مشر سلیم الجبوري تر ټولو لوړپوړی عراقی چارواکی دی چې په درغلۍ تورن شوی دی.

د دوشنبې پر ورځ د هېواد دفاع وزیر خالد العبیدي د جبوري په ګډون پر یو شمېر عراقیو چارواکو د اداري فساد تورونه پورې کړل.

عبیدي پر دې چارواکو تور پورې کړ چې نه یوازې په درغلۍ کې ککړ دي بلکې له ده یې هم د باج اخیستو ګواښ کړی.

د سېشنبې پر ورځ وزیراعظم حیدر العبادي په لنډمهالي ډول د دې کسانو له هېواده د وتلو بندیز ولګاوه چې تېر مازیګر عدلي کمېسیون رسمي کړ. جبوري او نور چارواکي وايي بېګناه دي.

XS
SM
MD
LG